د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې په کولو سره خپل دنده رسمآ پیل کړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې په کولو سره په ترکیه کې د نوي حکومتي سیستم د لومړني ولسمشر په توګه خپله دنده رسمآ پیل کړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې په کولو سره په ترکیه کې د نوي حکومتي سیستم د لومړني ولسمشر په توګه خپله دنده رسمآ پیل کړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان لومړی د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون نه بری لیک ترلاسه کړ. وروسته يي په ملي شورا کې لوړه وکړه.
ولسمشر اردوغان د لوړې په کولو سره په ترکیه کې نوی حکومتي سیستم یا د ولسمشرۍ حکومتي سیستم رسمآ پیل کړ.
پدې ډول په ترکیه کې پارلماني حکومتي سیستم پایته ورسید او پر ځای د ولسمشرۍ حکومتي سیستم پيل شو.
ولسمشر اردوغان د لوړې د کولو نه مخکې لومړی د اتاترک د مزار زیارت وکړ.
هغه د اتاترک په مزار د ګلانو د ګیډۍ د ایښودو نه وروسته د مزار په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل! ( ترکیې دوه مهمې ټاکنې په ډیر بریالیتوب سره ترسره کړې.د ترکیې جمهوریت او ډیموکراسۍ پدې مهم پړاو کې د ولسمشرۍ د حکومتي سیستم د لومړني ولسمشر په توګه د ملت د یووالي، ورورولۍ د قوي کولو، د هیواد د پراختیا او پرمختګ، لوړې مرتبې ته د دولت د رسولو ژمنه کوم. انشاالله چې هیواد به د جمهوریت د سلمې کلیزې د ورځې پورې ټاکلو اهدافو ته ورسو. )
ولسمشر اردوغان د لوړې په خاطر ملي شورا ته د راتګ پر مهال د هیوادوالو لخوا د ګلانو د ګیډو سره او په موټر يي ورته د ګلانو په شیندولو سره بدرقه کړ.
د ولسمشر اردوغان د لوړې په مراسمو کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو ولسمشرانو، د ولسمشر مرستیالانو، لومړي وزیرانو او د بهرنیو چارو وزیران ګډون کړی وو.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ د دندې د پیلولو په خاطر د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د لسګونو هیوادونو د مشرانو په ګډون ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.
د ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ دندې د پيلولو په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې د ۲۲ هیوادونو ولسمشرانو، د ۲۸ هیوادونو لومړي وزیرانو ، د پارلمانونو مشرانو او د ۶ نړۍوالو سازمانونو عمومي سکرترانو ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان په مراسمو کې د ګډون کوونکو هیوادونو د مشرانو په ویاړ د ماښام میلمستیا هم جوړه کړې وه.