د ترکیې ولسمشر د لوړې د کولو نه مخکې تقنیني فرمان صادر کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې د کولو نه مخکې د نوي حکومتي سیستم د تطابق په خاطر تقنیي فرمان صادر کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې د کولو نه مخکې د نوي حکومتي سیستم د تطابق په خاطر تقنیي فرمان صادر کړ.
د ولسمشر اردوغان لخوا د صادر شوی ۷۰۳ شمیره تقنیني فرمان له مخې د وزارت خانو د تشکیلاتو اړوند قانون لغوه شو.
د ویلو ده چې ددې فرمان له مخې د ترکیې یو زیات شمیر وزارت خانې په نورو وزارت خانو کې مدغم شوې.
د ترکیې د وزارت خانو شمیره د ۲۶ نه ۱۶ ته راټیټه شوه.
د نوموړي فرمان له مخې د کورنیو سیاستونو وزارت د کار او ټولنیز امنیت د وزارت سره یو ځای کړی شو.
د اروپايي چارو وزارت د بهرنیو چارو سره یو ځای کړی شو.
همداشان د ځنګلونو او اوبو د چارو وزارت د کرنۍ او مالدارۍ د وزارت سره یو ځای کړی شو.
ددې فرمان له مخې د ډیرو وزارتونو نومونه بدل شول. همداشان د ملي استخباراتو د مشاوریت نوم د ملي استخباراتو په عمومي ریاست بدل شو.
د ویلو ده چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د لوړې د کولو نه وروسته د ماسخوتن په نهو بجو او ۳۰ دقیقو نوې کابینه اعلان کړي.