د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د کمکي  اختر په مناسبت  د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان : ددې په هیله چې دا اختر د ټولو لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي

992531
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د کمکي  اختر په مناسبت  د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د کمکي  اختر په مناسبت  د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان  په خپور کړي  د مبارکۍ پیغام کې داسې ویلي دي ! ګرانو هیوادوالو د زړه  د تله  او د محبت نه ډک سلامونه مې ومنۍ.  د کمکي اختر د رارسیدو له امله  تاسې  ټولو ته  د زړه له کومې  مبارکي وایم. دادی  یو ځل بیا  مو د روژې  مبارکه میاشت چې  د رحمت، مغفرت او د جهنم د عذاب نه د ژغورنې میاشت ده  سرته ورسوله.

سږ کال  په هیواد کې د ډیرو مهمو  ټولټاکنو نه یواځې څو ورځې مخکې  د اختر شاهدي کوو. ترکیه  د جون په ۲۴ مه نيټه هم  نوی ولسمشر  او هم  د ملي شورا  لپاره  ۶۰۰ تنه  نوي وکیلان  ټاکي. ددې په هیله چې دا مهمې  ټاکنې د هیواد او ملت  لپاره د خیر او برکت  وسیله وګرځي.

په ترکیه کې نوی حکومتي سیستم چې  د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۶ مه نيټه د ترسره شوي ټولپوښتنې سره  ومنل شو  د جون د ۲۴ مې نیټې د ټاکنو سره  رسمآ نافذیږي.

پدې ډول  ترکیه  د کودتاګانو ، استبداد، دکتاتورۍ، ظلم   په څیر  د مهمو ستونزو  نه  ژغورل کیږي. د یو داسې سیستم  نه چې تل به يي  د پرمختګ او ودې پر وړاندې خنډونه جوړول  ژغورل کیږي.

د الله د دربار څخه  غواړم  چې  دا نوی  سیستم  د ټول  هیواد او ملت لپاره د خیر، برکت، سولې، استقرار، امنیت، هوساینې، پرمختګ، پراختیا  وسیله وګرځي. په هیواد کې د دیموکراسي  ستنې  لا قوي او مضبوطې کړي.

ترکیه په تیرو ۱۶ کلونو کې  د مهمو اصلاحاتو  په دیموکراسي او اقتصادي برخو کې د اوچت کړو مهمو ګامونو سره  دې  سویې ته رسیدلې ده . نن  ورځ د هیواد ملي عواید درې عشاریه پنځه برابره لوړ شوي، د تعلیم نه نیولې تر روغتیا، امنیته، ترانسپورت، ټولنیزو مرستو او په هره برخه کې  ډیر مهم  پرمختګ  شوی دی.»

ولسمشر اردوغان  په خپور کړي پیغام کې په ځانګړې توګه  په هغه  کسانو چې د اختر په ورځ کې  نورو ولایتونو ته  سفر کوي  د ترافیکي  قوانینو د مراعات کولو غوښتنه کړې ده .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



اړوند خبرونه