ولسمشر اردوغان بوسنیا ته خپل سفر د پلان په مطابق ترسره کړ

د ترکېې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان  د هغه د ترور  په اړه د جوړ شوي پلان اړوند  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

975169
ولسمشر اردوغان بوسنیا ته خپل سفر د پلان په مطابق ترسره کړ

د ترکېې  ولسمشر  رجب طیب اردوغان  د هغه د ترور  په اړه د جوړ شوي پلان اړوند  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

د یادولو وړ ده چې  دوه ورځې مخکې  د بالکان سیمې میشو ترکانو، د سیمې کورنیو استخباراتي ادارو  او لویدیځوالو استخباراتو  تشکیلاتو  د ترکیې  استخباراتو  ته په بالکان کې  د یوې ډلې  ترکانو لخوا د ولسمشر  اردوغان د ترور کولو   د پلان د جوړیدو نه  راپور ورکړ.

دا راپور  پداسې حال کې ورکړ چې  ولسمشر اردوغان  يي په سبا  ورځ  بوسنیا هرزګوینا  ته  سفر کولو.

ولسمشر اردوغان  د نوموړي  ګواښ او راپور سره سره  بوسنیا ته  خپل پلان کړی  سفر  ترسره کړ.

ولسمشر اردوغان  تیره ورځ  د بوسنیا د ولسمشرۍ د شورا د مشر سره  د لیدنې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې  په بالکان کې ستاسې د ترور په خاطر پلان جوړ شوی دی. ایا تاسې ددې پلان نه خبریاست  او د چا لخوا تاسې ته  خبر درکړ شو ؟ داسې وویل! هو  پدې اړه  خبر لرم. د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې  دا راپور مونږ  ته  راکړ.

که چیرې  مونږ  دداسې ګواښونو نه  ډاریدی  مونږ خپلې لارې ته هیڅکله هم دوام  ورکولی نشو.

دا ډول  ګواښونه  او عملیات مونږ د خپلې لارې نه  لاس په سر کولی نشي.مونږ  چې کله  تکل وکړو  بیا خپلې لارې ته دوام ورکوو.

هو دا خبر او راپور  مونږ  ته  رارسیدلی  دی  . د همدې امله  زه  نن  دلته یم. تاسې وګورۍ  نن د اروپا د مختلفو هیوادونو او سیمو نه په زرګونو  او لسګونو زره تنه  زما  لیدنې په خاطر  دلته  راټول شوي دي. که چیرې  زه  ددې کوچینو ګواښونو نه  وډاریږم  او رانشم  دا به ډیره ګرانه وي.

مونږ  د جولای د ۱۵ د کودتا په شپه  نه یو ډاریدلي  دا خو  کوچنی ګواښ  دی.



اړوند خبرونه