په ولسمشر اردوغان د ترهګریز برید پلان جوړ شوی .

په بالکان کې په ولسمشر اردوغان د ترهګریز برید پلان جوړ شوی . دا خبره د سیمې او لویدیځوالو استخباراتو کړې ده

974724
په ولسمشر اردوغان د ترهګریز برید پلان جوړ شوی .

په بالکان کې  کورنیو استخباراتو  د یوې  ډلې  ترکانو  لخوا په ولسمشر رجب طیب اردوغان  د برید  د ترسره کولو د پلان د جوړولو  راپور  ترلاسه کړی دی.

د بالکان استخباراتو پداسې  حال کې  دا راپور ترلاسه کړی  چې ولسمشر اردوغان سبا بوسنیا هرزیګوینا  ته  سفر  پلان  لري. دې   راپور  د بالکان د استخباراتو سربیره  د ترکیې  استخبارات او امنیتي‌ ځواکونه  په حرکت  راوستي‌ دي.

د مقدونیا  په پلازمینه اوسکوپ کې میشتو ترکانو، ځايي  استخباراتو او د لویدیځو استخباراتو  تشکیلاتو  د ترکیې  استخباراتو ته  په ولسمشر رجب طیب اردوغان د تروریستي‌ برید   د پلان  په اړه  خبر ورکړی دی. 

په راپور کې  راغلي‌ دي‌ چې  یوې  ډلې  ترکانو  په ولسمشر اردوغان د تروریستي‌ برید کولو پلان  جوړ کړی دی.

په راپور کې  د برید د ځای، ډول او وخت  په اړه څه ندي‌ خو  د ترکیې  استخباراتو د سیمې  د استخباراتو سره په ګډه  په کار پیل کړی دی.

د بله پلوه د ترکیې  د لومړي‌ وزیر مرستیال  او د حکومت  ویاند  بکر بوزداغ پدې اړه ویلي‌ دي، ولسمشر اردوغان طیب اردوغان  د دا ډول ګواښونو  نه  ډار نلري.

ولسمشر اردوغان د مرګ د ګواښ نه ډاریدونکی  او ددې ډول ګواښونو نه د خپلې لارې  او دعوا نه  لاس په سر کیدونکی  ندی.

هر څوک  چې  غواړي‌ چې  پدې ډول  ګواښونو  ولسمشر اردوغان وډاروي‌ دا ستر احماقت دی. ځکه چې دا لومړی ځل ندی چې دا ډول ګواښونه کیږي. 

ولسمشر اردوغان  د الله په مرسته او محافظت، د خپل ملت او  د امت محمدي‌ په ملاتړ  به  خپلې  لارې  او دعوا  ته  دوام  ورکړي. 

 

 



اړوند خبرونه