ترکیه نن یو ځل بیا د فلسطین په خاطر د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمشریزې کوربه توب کوي
ترکیې د فلسطین په اړه یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ
د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د اسراییلو لخوا په غزه کې د ترسره شوي قتل عام نه وروسته د امریکا او اسراییلو پر خلاف په پورته کیدونکو ګامونو د خبرو او غور په خاطر په استانبول کې بیړنۍ غونډه کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییلو لخوا په غزه کې د ترسره شوي قتل عام نه وروسته د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د دوره يي مشر په توګه بیړنۍ غونډه راوبلله.
استانبول نن د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د بیړنۍ غونډې کوربه توب کوي.
د ویلو ده چې پدې سرمشریزه کې به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ایران ولسمشر حسن روحاني، د اردن پاچا دویم عبدالله، د کویټ امیر شیخ صباح الاحمد ، د موریتانیا ولسمشر محمد ولید عبدالعزیز، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر مصطفی اقنجي، پاکستان ولسمشر ممنون حسین، قطر امیر شیخ تمیم بن احمد ال ثانی، د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف، فلسطین لومړی وزیر رامي حمد الله، د سوډان ولسمشر عمر البشیر او د نورو غړیو هیوادونو لومړي وزیران ګډون وکړي.
تمه کیږي چې د سرمشریزې په پریکړه لیک کې یو ځل بیا ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو ، د فلسطین د اشغال د پایته رسولو، د ملګروملتونو سازمان او نړۍوالې ټولنې د فلسطین د مسلې په اړه هر څه ژر د ګام د اوچتولو او د ۱۹۶۷ کال د پولو سره د خپلواکه او ازاده فلسطینی دولت د جوړولو غوښتنه وشي.
همداشان تمه کیږي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سرمشریزې په چوکاټ کې د ملګروملتونو سازمان د کډوالو د عالي کمشنر پیریر کرهینبل د فلسطیني کډوالو په مسلې خبري وکړي او اسلامي هیوادونو د مشرانو نه د فلسطین په خاطر د مالي مرستې غوښتنه وکړ .
تمه کیږي چې د فلسطین په خاطر په اسلامي هیوادونو کې د روژې د میاشتې په اوږدو کې مرستې راټولې شي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن ویلي دي چې په سرمشریزه کې به د امریکا لخوا د نړۍوالو حقوقو د خپو لاندې کولو سره په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو پر ورځ د اسراییلي ځواکونو لخوا په بې ګناه او معصومو لاریون کوونکو د بې رحمانه بریدونو او قتل عام باندې خبرې وشي.
همداشان پدې سرمشریزه کې به پر فلسطین د روانو ظلمونو د پایته رسولو اړوند نړۍواله ټولنه په حرکت د راوستو په خاطر په پورته کیدونکو ګامونو خبرې او غور وشي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو سازمان د تیر کال په وروستۍ میاشت کې د امریکا لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت بیت المقدس ته د انتقالولو د پریکړې د غندولو په خاطر په استانبول کې بیړنۍ غونډه کړې وه.