ترکیې اسراییلو ته دویم ډیپلوماټیک ګوزار ورکړ .
ترکیې د اسراییلو په مقابل کې یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.
ترکیې اسراییلو ته دویم ډیپلوماټیک ګوزار ورکړ .
ترکیې لومړی په اسراییلو او امریکا کې خپل سفیران د سلامشورو په موخه هیواد ته راوغوښتل او وروسته يي په انقره کې د اسراییلو سفیر نه هر څه ژر د ترکیې نه د وتو غوښتنه وکړه.
اسراییلو د ترکیې ددې اقدام او ګوزار نه څو ساعته وروسته په بیت المقدس کې د ترکیې په جنرال قونسلګرۍ کې د سفیر په توګه دنده اجرا کوونکي ګورجان ترک اوغلو نه خپل هیواد ته د ستنیدو غوښتنه وکړه .
ترکیې د اسراییلو لخوا د غزې د قتل عام په غبرګون کې د نوموړي هیواد په مقابل کې پرله پسې ډیپلوماتیک ګامونه اوچت کړل.
ترکېې لومړی په اسراییلو کې خپل سفیر هیواد ته راوغوښت. په اسراییلو کې د ترکیې سفیر هیواد ته د رارسیدو نه څو ساعته وروسته د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې د اسراییلو سفیر وزارت ته راوغوښت او د وروستیو پیښو په اړه يي ورته د ترکیې سخت غبرګون اظهار کړ.
همداشان په انقره کې د اسراییلو د سفیر نه هر څه ژر د ترکیې نه د وتو غوښتنه وشوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په انقره کې د اسراییلو سفیر په غزه کې د روان قتل عام په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې یو پیغام خپور کړی وو چې دې پیغام د ترکیې ډیر سخت غبرګون وپارو.
هغه په غزه کې د شهید شوو فلسطینیانو نه د قاتل عصیانګرانو په توګه یادونه کړې وه.
د ترکیې لخوا د اسراییلو د سفیر د شړولو د پریکړې نه وروسته اسراییلو غوښتل چې ورته ګام اوچت کړي خو د لاسه يي څه ونه شو.
اسراییلو په بیت المقدس کې د ترکیې په جنرال قونسلګرۍ کې په دنده بوخت سفیر د ویستو هڅه وکړه خو دا هڅه هم ناکامه شوه. ځکه چې په بیت المقدس کې د ترکیې جنرال قونسلګري د اسراییلو نه بلکې د فلسطین د دولت په خاطر جوړه شوې ده .
ترکیې ویلي دي چې اسراییلو حکومت د نوموړې جنرال قونسلګرۍ د مشر ویستو صلاحیت او واک نلري.