د بيت المقدس په اړه د اردوغان هلې ځلې روانې دي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان په فلسطين كې د اسراييلو لخوا د وروستيو وحشتونو او بيت المقدس ته امريكا د سفارت د ودانۍ د انتقال په اړه د ګډ غبرګون ښودلو لپاره د نړۍ د مشرانو سره خبرو اترو ته دوام وركوي.

972731
د بيت المقدس په اړه د اردوغان هلې ځلې روانې دي.

 

 

پدې لړ كې اردوغان د خپلو ايراني او روسي سيالانو سربېره د جرمني د لومړۍ وزيرې انګېلا مېركل سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان د ايران د ولسمشر حسن روحاني سره د ټېلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې له تل ابيبه د اسراييلو تر يرغل لاندې  د بيت المقدس ښار ته د امريكا د متحدو ايالتونو د سفارت د ودانۍ د انتقال او اسراييلي سرتېرو لخوا په غزه كې د فلسطينيانو د وحشيانه وژلو په اړه بحث وكړ.

په خبرو كې د اسلامي همكاريو د سازمان د فوق العاده غونډې په اړه چې ټاكل شوې ده د جمعې په ورځ په استانبول كې جوړه شي، هم بحث وشو. دواړو مشرانو د غونډې پر اهميت باندې په ټينګار سره څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو له سازمانه به په كلكه غوښتنه وكړي چې دا موضوع له نږدې وڅاري.

اردوغان د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره په خبرو كې وويل چې د نړۍ د سترګو پر وړاندې د اسراييلو لخوا د فلسطيني ملكي وګړو بې رحمانه وژنه شرمونكى عمل دى. اردوغان د اسلامي همكاريو د سازمان د فوق العاده غونډې په اړه هم پوتين ته معلومات وركړل.

ولسمشر اردوغان همداراز د جرمني د لومړۍ وزيرې انګېلا مېركل سره هم ټېلفوني خبرې وكړې. اردوغان مېركل ته د اسلامي همكاريو د سازمان د فوق العاده غونډې په اړه چې ټاكل شوې ده چې د تركيې په مشرۍ د جمعې په ورځ په استانبول كې جوړه شي، معلومات وركړل او پدې برخه كې يې د نړيوالې ټولنې د فشار پر اهميت باندې ټينګار وكړ.



اړوند خبرونه