اردوغان :بیت المقدس د فلسطین پلازمینه ده. دا یو نه بدلیدونکی حقیقت دی.
ولسمشر اردوغان پر امریکا ډیرې سختې نیوکې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ټینګار سره وایو چې بیت المقدس د فلسطین پلازمینه ده. دا یو نه بدلیدونکی حقیقت دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه بیت القمدس ته د انتقالولو په اړه وویل « امریکا دا اقدام د انسانیت، حق، عدالت او حقانیت د شعور نه ډیر لرې او په ټکر کې دی. امریکا ددې اقدام سره د ملګروملتونو سازمان پریکړې او حتا خپلې لاسته راوړنې د خپو لاندې کړې. امریکا ددې ګام سره د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې خپل اعتبار او باور ته زیان رسولی او د اختلافاتو د حل په خاطر يي خپل منځګړتوب رول د لاسه ورکړی دی.»
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې امریکا په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه بیت المقدس ته د انتقالولو سره نړۍوال حقوقو اساسي اصلونه ، د نړۍوالې ټولنې ازاده اراده او تاریخي او ټولنیز حقایق د خپو لاندې کولو سره یو ځل بیا دا ښکاره کړه چې دوې ته پاسنې ارزښتونه هیڅډول اهمیت نلري.
امریکا خپل سفارت بیت المقدس ته د انتقالولو سره په اصل کې د فلسطین خلکو ته چې د سولې واقعي غوښتونکي دي جزا ورکوي.
امریکا د خپلې دې پریکړې سره د فلسطین د خلکو د وطن او خاورې اشغالونکي، د محاصرې او غیرې قانوني کورونو په جوړولو سره د دوو دولتونو د حل لارې پر وړاندې خنډ جوړونکي ، په سیمه کې سوله او ثبات په ناممکنه مسلې بدلوونکي او په سیستماتیکه توګه د ملګروملتونو سازمان د پریکړو نه مننونکي او خپو لاندې کوونکي هیواد اسراییل نازولي او ستایلي دي.
تاریخي او بشري وجدان به زمونږ فلسطیني ورورنو سره دا بې عدالتي او ظلم هیڅوخت ونه بښي.
د فلسطین د ستونزې عادل ، بې طرفه او تل پاتې حل لاره د ۱۹۶۷ کال د پولو سره د یو خپلواکه او ازاد فلسطیني دولت چې پلازمینه بیت المقدس وي سره د امکان وړ ده .
ولسمشر اردوغان په خپور کړي بیان کې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه به د فلسطین دولت او دوست او ورور ملت هیڅوخت هم یواځې پرینږدي. د هغوې د پر حق دعوا نه به تل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ولسمشر اردوغان د بیان په پای کې د اسراییلو په حکومت غږ کړی دی چې په نن ورځ ډیر مسئولانه او اعتدالانه چلند وکړي. پدې حساسه ورځ کې د بې ګناه او مظلومو فلسطینیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر وروستې اندازې دقت او پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونه نن په بیت المقدس کې خپل نوی سفارت رسمآ پرانیزي.