د ولسمشر اردوغان د ټاكنو تګلاره او بهرنى سياست

لسمشر رجب طيب اردوغان  په هېواد كې د روان ميلادي كال د جون د مياشتې په ۲۴مه نېټه د ولسمشرۍ او پارلماني ټاكنو لپاره د عدالت او پراختيا د ګوند په استازيتوب يوه تګلاره اعلان كړه.

969005
د ولسمشر اردوغان د ټاكنو تګلاره او بهرنى سياست

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان  په هېواد كې د روان ميلادي كال د جون د مياشتې په ۲۴مه نېټه د ولسمشرۍ او پارلماني ټاكنو لپاره د عدالت او پراختيا د ګوند په استازيتوب يوه تګلاره اعلان كړه. پدې تګلاره كې د راتلونكې تركيې لپاره د هېواد د اقتصادي، سياسي، روغتيايي او بهرني سياست په اړه د عدالت او پراختيا د ګوند اهداف ذكر شوي دي. كه چېرې ولسمشر اردوغان د جون په ۲۴مه نېټه د ولسمشر په توګه وټاكل شي نو دا تګلاره به د تركيې د بهرني سياست په ډګر كې نوي اهداف هم بيانوي.

د موضوع په اړه د سياست، اقتصاد او ټولنې د وقف (SETA) شنونكي جان اجون  څېړنې كړې دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

د تركيې په كورني او بهرني سياست كې په راتلونكې موده كې د ترهګرۍ سره مبارزه ځانګړى ځاى لري. د ولسمشر رجب طيب اردوغان د واكمنۍ په موده په تېرو ۴ – ۵ كلونو كې په هېواد كې دننه او له هېواده بهر د ترهګرۍ سره  مخامخ مبارزه روانه ده. دا مبارزه نه يواځې د هېواد په پولو كې دننه ترسره كيږي بلكې له هېواد بهر د سوريې او عراق په خاوره كې هم روانه ده. د تركيې وسله وال پوځ د داعش د ترهګرې ډلې سره د مبارزې په موخه د آزادې سوريې د اوردو سره په ګډه  د سوريې په شمال كې د فرات د سپر بريالي عمليات ترسره كړل.  وروسته بيا د سوريې د عفرين په سيمه كې يې يو ځل بيا د زيتون د څانګې د عملياتو په ترڅ كې پې كا كا/ پي واى ډي د ترهګرې ډلې د عناصرو سره اغېزمه مبارزه وكړه او د تركيې سوېلې پولي له ترهګرو پاكې كړې. په ځانګړي توګه د فرات د سپر د برياليو عملياتو په پايله كې د تركيې په خاوره كې د داعش د ترهګرې ډلې بريدونه محدود شول.  دا په ښكاره توګه ددې ادعا ښه زبات دى چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر كې د تركيې نوې ستراتيژي چې له هېواده بهر د ترهګرو سره مبارزه ده، بريالۍ ده. په هېواد كې دننه هم د وسله وال پوځ د تصفيوي عملياتو او استخباراتي مبارزې په پايله كې په ټول هېواد كې د ترهګري بريدونو كچه تر ممكنه حده راټيټه شوې ده. د زيتون د څانګې د عملياتو په ترڅ كې وسله وال پوځ پدې وتوانېدلو چې د هېواد په سوېلي پولو كې له سوريې نه د پې كا كا د ترهګرې ډلې د منسوبينو د راتګ لاره بنده شوه. اوسمهال د پې كا كا پر وړاندې د عراق په شمال كې عمليات روان دي. داسې اټكل كيږي چې دا عمليات به په راتلونكې كې نور هم پراخه شي. سربېره پر دې وسله وال پوځ په پام كې لري چې د سوريې په شمال كې د پې كا كا/ پي واى ډي د ترهګرې ډلې پر وړاندې هم نوي عمليات ترسره كړي.

د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا د ګوند د ټاكنو په تګلاره كې بله مهمه موضوع دا ده چې تركيه هڅه كوي چې په سيمه كې خپلواك سياسي دريځ غوره كړيز ولسمشر اردوغان پدې اړه وويل چې تركيه به د هېچا فرمان او فرمايشونه ونه مني او نه به چاته فرمايشونه وركړي. كه څه هم د تركيې دې دريځ د يو زيات شمېر لوېديځو هېوادونو غبرګون را پارولى دى خو ددې سره سره تركيه هڅه كوي چې په سيمه او ټوله نړۍ كې يواځې د خپلو ملي ګټو په نظر كې نيولو سره خپلواك بهرنى سياست غوره كړي. په ځانګړي توګه اردوغان په خپله تګلاره كې له تركيې نه د يو جهاني زبرځواك په توګه يادونه كړې ده چې له مخې يې د هېچا فرمانبرداري به ونكړي. ددې ترڅنګ هېڅ يو هېواد به هم خپل فرمايشونه هم تحميل نه كړي. په ځانګړي توګه تركيه د افريقا سره د اړيكو په چوكاټ كې د استعمار پر ځاى د دوه اړخيزو ګټو پر اساس مساوي اړيكې په نظر كې نيولي دي.  تركيه د خپل ناخالص ملي عايد پر اساس د نړۍ تر ټولو لوى مرسته كونكى هېواد دى. دا پخپله په بهرني سياست كې د هېوادونو سره د اړيكو په چوكاټ كې د متقابل درناوي او ګډو ګټو په نظر كې نيولو سره د تركيې د نوې تګلارې خلاصه بلل كېدلى شي.

د تركيې لخوا د خپلواك بهرني سياست د عملي كولو او برياليتوب لپاره اړينه ده چې تركيه بهر ته د احتياجه خلاصه شي او خپل ستراتيژيك هميت درك كړي. پدې برخه كې د تركيې د دفاعي صنايعو سكتور ځانګړى اهميت لري. د ولسمشر د ټاكنو په تګلاره كې دفاعي صنايع ځانګړى ځاى لري. تركيې د ۲۰۱۱م كال راهيسې د خپلو دفاعي صنايعو د صادرولو كچه ۹۵سلنه لوړه كړې ده او په نړۍ كې د وسلو د صادرونكو هېوادونو په كتار كې يې ۱۸م ځاى خپل كړى دى. په عين حال كې د دفاعي صنايعو په برخه كې بهر ته د تركيې اړتيا د ۸۰ سلنې نه ۳۰ سلنې ته راټيټه شوې ده. په ځانګړي توګه د بې پيلوټه الوتكو د ټېكنالوژۍ په توليد كې تركيې د پام وړ پرمختګ كړى دى. پدې ډول تركيه د نړۍ د هغو ۶ هېوادونو نه يو دى چې كولاى شي خپله بې پيلوټه الوتكې د خپلو امكاناتو په واسطه توليد كړي. ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې تركيه په پام كې لري چې په راتلونكې د چلونكي پرته ټانك توليد كړي.

د دفاعي صنايعو پياوړتيا به په بهرني سياست كې د تركيې اغېزه نوره هم زياته كړي. تركيه د دوستو او متفقو هېوادونو په كتار كې د وسلو او دفاعي صنايعو د توليداتو د صادرونكو په ډله كې خپل ځاى ثابت كړى دى. تركيه اوسمهال له افريقا نيولې د خليجد هېوادونو او له اسيا نيولې تر مالېزيا او پاكستانه پورې هېوادونو ته وسلې او مهمات صادروي. تركيې پدې وروستيو كې پر پاكستان باندې د اتاك د چورلكو او جنګي بېړيو د پلورلو چارې پيل كړي دي او همداراز د قطر پر هېواد باندې د بيرقدار د بې پيلوټه الوتكې د خرڅلاو په اړه تړونونه لاسليك كړي دي.

 

 



اړوند خبرونه