د جون د ۲۴ مې د ټولټاکنو په خاطر د هیواد نه بهر د رای اچونې لړۍ د جون په ۷ مه نيټه پیلیږي
په ترکیه کې د جون د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د ترسره کیدونکو ټولټاکنو په ترڅ کې د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو لپاره د رای اچونې بهیر د جون په ۷ مه نیټه پیلیږي.
په ترکیه کې د جون د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د ترسره کیدونکو ټولټاکنو په ترڅ کې د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو لپاره د رای اچونې بهیر د جون په ۷ مه نیټه پیلیږي.
د هیواد نه بهر میشت ترکان به د جون د ۷ او ۱۹ مو نیټو ترمنځه په ۶۰ هیوادونو کې په ۱۲۳ د رای اچونې په مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.
همداشان د ترکیې په سرحدي دروازو کې د رای اچونې بهیر د جون په ۷ مه نيټه او تر ۲۴ مې نیټې به دوام وکړي.
په جرمني ، اتریش او فرانسه کې میشت ترکان کولی شي چې د جون د ۷ او ۱۹ مو نیټو ترمنځه خپلې رایې وکاروي.
په امریکا ، استرالیا او لوکسمبرګ کې د رای اچونې لړۍ به د جون د ۷ مو او ۱۹ مو نيټو ترمنځه دوام وکړي.
په ډنمارک کې به د جون په نهمه نيټه پیل او تر ۱۹ مې نیټې به دوام وکړي.
په ناروې کې به د رای اچونې بهیر د جون په ۱۴ مه پيل او تر ۱۹ مې نیټې به دوام وکړي.
په ایټالیا او ترکمنستان کې به د رای اچونې بهیر د جون په ۱۵ مه پيل او تر ۱۷ مې نیټې به دوام وکړي.
په بلجیم، هالنډ او سویس کې به د رای اچونې بهیر د جون په ۱۵ مه نيټه پیل او تر ۱۹ مې نیټې به دوام وکړي.
په شمالي قبرس ترکي جمهوریت، کاناډا او بلغاریا کې به د رای اچونې بهیر د جون په ۱۶ مه نيټه پیل او تر ۱۸ مې به دوام وکړي.
په انګلستان کې به د جون په ۱۶ مه نيټه پیل تر ۱۹ مې نیټې به دوام وکړي.
په چین، روسیه، رومانیا، سعودي عربستان ، بحرین، یونان، لبنان، اسراییل، اوکراین، متحده عربي اماراتو، بوسنیا هیرزګوینا، الجزایر، فنلنډ، سویډن، قزاقستان ، قیرغیزستان، مقدونیا او سوډان کې به د رای اچونې بهیر د جون په ۱۶ مه نيټه پيل او دوه ورځې به دوام وکړي.
په اذربایجان، البانیا، عراق، ایران، ایرلنډ، اسپانیا، مصر، مالتا، ازبکستان، سربستان، چک جمهوري، هنګري، پولنډ ، سویلي افریقا، ګرجستان، جاپان ، کوسووا، کویټ، مالدیف او ټایلنډ کې به د رای اچونې بهیر د جون په ۱۷ مه نیټه د یو ورځ لپاره ترسره شي.
د ویلو ده چې د تیرو ټاکنو به څیر د هیواد نه بهر کارول شوې رایې په ځانګړو الوتکو او یا ډیپلوماتیک پوسته کې هیواد ته راانتقال او د جون په ۲۴ مه نیټه د رای اچونې د بهیر د پایته رسیدو نه وروسته وشمیرل شي.