د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د افغانستان پلازمینې کابل نه لیدنه وکړه.
لومړی وزیر ییلدرم د مغلستان د سفر نه وروسته کابل نه لیدنه وکړه
۱ – د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د افغانستان پلازمینې کابل نه لیدنه وکړه.
لومړی وزیر ییلدرم د مغلستان د سفر نه وروسته کابل ته سفر وکړ.
لومړي وزیر په کابل کې د نوموړي هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنې وکړې.
د لیدنې د اصلي موضوع ګانو نه یوه هم په ترکیه کې د غیرې قانوني افغان کډوال موضوع وه. لومړي وزیر ییلدرم د افغانستان ولسمشر او اجراییه ریس ته ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه په سوریه او عراق کې د روانو جګړو ناامنیو له امله د میلیونونو تنو کډوالو د دروند بار لاندې قرار لري چې د نورو کډوال زغم او توان نلري.
لومړي وزیر ییلدرم د افغانستان د اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې وویل چې « ترکیه د افغان کډوالو د قوي ګواښ سره مخامخ ده. د یو کال په دننه کې تر ۱۵۰ زرو تنه ډیر افغان کډوال د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راغلي دي. ددې کډوالو په منځ کې کیدای شي چې ترهګر هم پټ او ترکیې ته راداخل شوي وي. ترکیه د افغان کډوالو د ستر ګواښ سره مخامخ ده. »
لومړي وزیر ییلدرم د افغانستان د اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دوه په دوه لیدنې نه وروسته د هیتاتو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.
دا لیدنه د سپیدار په ماڼۍ کې ترسره شوه. لیدنې یو ساعت دوام وکړ.
وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم خبري غونډې ته وویل چې د ورور او دوست هیواد افغانستان ملت ته يي د ترکیې د ملت سلامونه راوړي دي.
هغه وویل چې د افغانستان د اجراییه ریس سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د دفاعي، امنیتي، تجاري، بڼسټیزو او ټولنیزو مسلو باندې خبرې وکړې.
هغه وویل چې افغانستان د ۱۹۷۸ کال راهیسې د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه کوي. دې هیواد پدې وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ دا شومه پدیده د سټې نه د وچولو په خاطر یو ډیر مهم ګام اوچت کړ. دا ګام د سولې ګام دی. مونږ هیله لرو چې طالبان ددې طلايي او تاریخي فرصت نه په ښه توګه استفاده وکړي. بس دی اوس د سولې او لاس ورکولو وخت رارسیدلی دی .
لومړي وزیر ییلدرم زیاته کړه « افغانستان لکه څرنګه چې پخوا خپله واقعي دوستي او ورورولي په اثبات رسولې وه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د جولای په ۱۵ مه د کودتا د ناوړه اقدام پر مهال یو ځل بیا په اثبات ورسوله. د افغانستان د حکومت او ملت نه پدې هیواد کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د فعالیتونو د درولو په خاطر د پورته کړو ګامونو له امله مننه کوم. پدې هیواد کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اړوند ښوونځي د ترکیې د پوهنې وقف ته د سپارولو نه مننه او ستاینه کوو. پدې برخه کې د افغانستان د ملاتړ د دوام هیله لرو.»
د افغانستان اجراییه ریس بیا وویل چې ددې ښوونځیو د کیفیت او ظرفیت د لا لوړولو په خاطر به د ترکیې د پوهنې د وقف سره په ګډه کار وکړو.
د ترکیې لومړي وزیر ناقانونه افغان کډوالو د مسلې نه یادونه وکړه. هغه وویل ترکیه پدې وروستیو کې د ناقانونه افغان کډوالو د لوی ګواښ سره مخامخ ده. هغه زیاته کړه« هغه افغانان چې د قانوني لارو څخه ترکیې ته راځي زمونږ د سر تاج دي. خو هغه کسان چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راځي مونږ د سترو ستونزو سره مخامخوي. مونږ يي د ګواښ سره مخامخ کړي یو.»
هغه وویل چې د یو کال په دننه کې تر ۱۵۰ زرو تنو ډیر افغانان د قاچاقې لارو څخه ترکیې ته راغلي دي. ترکیه د افغان کډوالو د کډوالۍ د څپې د ګواښ سره مخامخ ده . کیدای شي چې ترهګرې ډلې او ترهګر ددې مسلې نه ګټه پورته کړي. ددوې په منځ کې ترهګر هم ترکیې ته راشي. هغه وویل چې هیواد ته ددې کډوالو د راستنولو لړۍ به دوام وکړي.
د افغانستان اجراییه ریس وویل چې ناقانونه کډوال د نړۍ د هر هیواد لپاره ستونزې جوړوي . افغان حکومت به ددې مسلې د مخنیوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي.
لومړي وزیر ییلدرم وروسته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ارګ په ماڼۍ کې لومړی وزیر ییلدرم حضور ته قبول کړ. دا لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شاه ترسره شوه.
لومړي وزیر د افغان ولسمشر سره د دوه په دوه او هیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په کابل کې د میشتو ترکي ځواکونو سره ولیدل.
لومړي وزیر ییلدرم په کابل کې د ترکیې لخوا جوړ شوی د شهید بولنت ایدن په نامه جومات پرانیست. وروسته هیواد ته راستون شو.