ترکیې د سوریې په اړه د درې اړخیزې سرمشریزې کوربه توب وکړ
د ترکیې په پلازمینه انقره کې د سوریې په اړه په جوړه شوې د تیرې ورځې په سرمشریزه کې د نوموړي هیواد په ارضي تمامیت او ملي یووالي ټینګار وشو.
د ترکیې په پلازمینه انقره کې د سوریې په اړه په جوړه شوې د تیرې ورځې په سرمشریزه کې د نوموړي هیواد په ارضي تمامیت او ملي یووالي ټینګار وشو.
ترکیې تیره ورځ د سوریې په اړه د ترکیې، روسیې او ایران د درې اړخیزې سرمشریزې کوربه توب وکړ.
پدې سرمشریزه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر حسن روحاني ګډون کړی وو.
د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشرانو پدې سرمشریزه کې د سوریې په ارضي تمامیت او ملي یووالي د ټینګار سربیره د بیلتون غوښتوونکو او ترهګرو پر خلاف د مبارزې پر سر تفاهم وشو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سرمشریزې نه وروسته په جوړه شوې ګډه خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل « د سوریې ارضي تمامیت او ملي یووالي نه د دفاع مسله په نوموړي هیواد کې ټولو ترهګرو ډلو ته په یوه سترګه کتل او د ټولو پر خلاف یو شان مبارزې پورې تړله ده. »
ولسمشر اردوغان دلته د مسلې په اړه د ترکیې حساسیتونه یو ځل بیا په ډاګه کړل او وویل « د سوریې ارضي تمامیت او ملي یووالی زمونږ لپاره تر هر څه ډیر اهمیت لري. د سوریې د خاورې نه د ترکیې پر خلاف د ترهګرو تیري ته فرصت ورکول په هیڅډول د منلو وړ خبره نده. مونږ هیڅکله هم پدې سترګې پټولی نشو. مونږ په سوریه کې عسکري عملیاتو علاقه مندي نه لرو خو دا ټول د مجبوریت له مخې ترسره کیږي. »
ځکه چې دې سیمې په ماضي کې د دې ډول عملیاتو سخت بدلونه ورکړي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وویل چې درې واړو هیوادونو په سرمشریزه کې د سوریې په اړه د همکاریو د کچې د لا لوړولو پر سر تفاهم وکړ. ترکیه ، ایران او روسیه د سوریې د ارضي تمامیت، ملي حاکمیت او ملي یووالي نه دفاع کوي .
دا درې هیوادونه په سوریه کې هر څه ژر د استقرار د ټینګښت پلوي کوي.
همداشان د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا وویل چې « د سوریې ارضي تمامیت، ملي حاکمیت ، خپلواکۍ او ملي یووالي ته هر سړی باید درناوی ولري .
د ویلو ده چې د ترکیې ، روسیې او ایران ولسمشرانو سوریې په اړه په جوړه شوې د تیرې ورځې په سرمشریزه کې په نوموړي هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په بهانه د جوړولو شوو تشکیلاتو پر خلاف په ګډې مبارزې ټینګار وکړ. هغوې ددې تشکیلاتو هر ډول فعالیتونه رد کړل.
همداشان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې « د منبیج په ګډون تر کومه چې د ترکیې پولو سره نږدې په پرتو ټولو سیمو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې او د څانګو موجودیت يي له منځه تللی نوي ترکیه مجبوره ده چې نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده چې د سوریې په اړه د ترکیې، ایران او روسیې پدې درې اړخیزه سرمشریزه کې د جنوري په ۳۰ مه د روسیې په سوچي ښار کې په جوړه شوې غونډې د هلو ځلو نه ملاتړ اعلان کړ.
همداشان د سوچي په غونډه کې په سوریه کې د نوي اساسي قانون د جوړولو په خاطر د یوې کمیټې د جوړولو پریکړه شوې وه.
د ایران ولسمشر حسن روحاني پدې اړه وویل « د سوریې خلک په اساسي قانون کې د اصلاحاتو سره کولی شي چې په ازاده ټاکنو کې د ګډون سره خپل راتلوونکی پخپله وټاکي. »
د ویلو ده چې د ترکیې ، روسیې او ایران ولسمشرانو یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې د سوریې روانه کړکیچ د نظامي لارو څخه د حل وړ ندی. ددې کړکیچ د حل یواځنۍ لار سیاسي حل لاره ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.