په عفرین کې د ماین په چاودنه کې دوه تنه ترک سرتیري په شهادت ورسیدل

د سوریې د عفرین په سیمه کې  د ماین په چاودنه کې  د ترکیې دوه تنه سرتیري په شهادت ورسیدل.

938198
په عفرین کې  د ماین په چاودنه کې دوه تنه ترک سرتیري په شهادت ورسیدل

د سوریې د عفرین په سیمه کې  د ماین په چاودنه کې  د ترکیې دوه تنه سرتیري په شهادت ورسیدل.

د ترکیې د ستر درستیزوالۍ  لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ په ۲۶ مه نیټه  د سوریې د عفرین په سیمه کې  د زیتون څانګې د عملیاتو په چوکاټ کې  د پلټنې د عملیاتو پر مهال  د ترهګرو لخوا د ځای په ځای شوي  ماین  د چاودنې په پایله کې دوو تنه قهرمان سرتیري په شهادت  ورسیدل.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو  د هیواد د هتای ولایت په مربوطاتو کې  په هوايي برید کې  ۱۱ تنه ترهګر له منځه وړي دي.

په خبر کې راغلي دي چې وسله والو ځواکونو په هتای ولایت کې ۱۱ تنه ترهګر چې برید ته تیاری  نیولی وو تثبیت  او په هوايي برید کې له منځه یوړل شول.

همداشان د عراق په شمال کې د قندیل په سیمه کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په کمپونو او پټنځایونو  هم  درانده  هوايي بریدونه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  ددې بریدونو په پایله کې  ۴۱ تنه ترهګر  له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه