د ترکیې او عراق لومړي وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

938189
د ترکیې او عراق لومړي وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د صدارات ماڼۍ د خبري رسنیو دفتر ویلي دي چې لومړي وزیر ییلدرم  د عراق د لومړي وزیر العبادي سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې او د ګاوندي او دوست هیواد عراق سره  د متقابلو همکاریو د کچې د لوړولو په اهمیت خبرې وکړې.

د ترکیې لومړي وزیر  د عراق لومړي وزیر ته  ویلي دي « لکه څرنګه چې عراق  د داعش ترهګرې ډلې  پر خلاف  ستر بری  لاسه کړی او ریښې ورته وچې کړي دي  د ښه ګاونډیتوب  او دوستۍ  په خاطر  د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف هم  ورته چلند  او مبارزې تمه کوو.

د پ ک ک پر خلاف  هم  د ورته  تدابیرو نیول کیدو  انتظار کوو.

د عراق لومړي وزیر العبادي ویلي دي چې  د هیواد د پولو نه به په ترکیې  هیڅډول برید ته اجازه ورنکړي.

همداشان  دواړو مشرانو  په اقتصادي او انرژۍ په مسلو او همکاریو هم خبرې وکړې.

دواړو مشرانو ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د ترکیې او عراق ترمنځه د اقتصادي او انرژۍ په برخه کې  د د قوي همکاریو  لوړ پوتانشیل  شتون لري.

دواړه هیوادونه باید ددې فرصت نه  په ډیره  ښه توګه ګټه پورته کړي.

 



اړوند خبرونه