ولسمشر اردوغان د ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان تیره شپه د خپل امریکايي سیال سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن خبري رسنیو ته وویل چې پدې ټیلیفوني خبرو کې په متقابلو اړیکو او د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبرې وشوې.
هغه وویل چې پدې ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو د ناوړه اغیزو د مخنیوي په خاطر د حساسیتونو په نظر کې نیولو باندې تفاهم وشو.
د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د متقابلو اړیکو د لا قوي کولو ټینګار وکړ او په سیمه ایزو پرمختګونو خبرې وکړې.
د امریکا متحده ایالتونو سپینې ماڼۍ هم د ولسمشر اردوغان او ټرمپ د ټيلیفوني خبرو په اړه لنډ معلومات ورکړل.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې په ناټو سازمان کې د نږدې دوو متفقو هیوادونو مشرانو د متقابلو اړیکو د لا قوي کولو په اهمیت ټینګار کړی دی.
دواړو مشرانو په سیمه ایزو مسلو خبرې کړي او د همکارۍ د کچې په لوړولو ټینګار کړی دی .