د ورځې اجندا

د ورځې اجندا

935978
د ورځې اجندا

د ورځې اجندا 

 لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ترکیې وسله وال پوځ  د سوریې د عفرین  سیمه  د ترهګرو د شر نه د ژغورولو  او سیمې خپلو اصلي اوسیدونکو ته  د سپارولو په خاطر  د روان میلادي کال د جنوري په شلمه  نیټه  د زیتون څانګې  نظامي عملیات پیل کړل چې  د عملیاتو په ۵۸ مه ورځ  عفرین  ښار او شاوخوا کلي  د ترهګرو نه  تصفیه  او وژغورل شول.

د ویلو ده چې  د عفرین  ښار  او شاوخوا سیمې په بشپړه توګه  د ترهګرو د شر نه ژغورل  د انساني ، عسکري او سیاسي پلوه  هم  د درس  اهمیت  لري او هم په سیمه کې  موازنې  بدلوي. د عفرین  دا لوی  بری  به  د پیل  نقطه  وي.

په ترکیه کې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو  وقف  څیړونکي  لیکوال جان اجون  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

څیړونکی  جان اجون وايي  چې پوره ۷ کاله کیږي  چې په سوریه کې  کورنۍ جګړه  دوام لري. د سوریې عفرین  سیمه  د پ ک ک او وای پ جي  ترهګرو ډلو نه  ژغورل  د سوریې په کورنۍ جګړې د دخیلو  ټولو اکټورانو لپاره  د درس په څیر  مسله ده.

تاسې وګورۍ  چې  ددې ۷ کلونو په دننه کې په سوریه کې  د بشار اسد رژیم  او  د هغه پلوي ملیشې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړانډې  په ملکي او بې ګناه  انسانانو  بمبارۍ کوي، اشکنجې کوي، د محاصرې لاندې نیسي  او د ولګې او تندې نه يي  وژني.

لکه څرنګه چې پوهیږي  بشار  اسد  په خپلو هیوادوالو او مظلومو  خلکو بیلري بمونه  او کیمیايي وسلې کاروي. همداشان  روسیه  هم  د اسد په پلوي  په بې ګناه انسانانو د خوشه يي  بمونو د کارولو نه هیڅ ډده نکوي.

همداشان  ایران  د نړۍ  د یو زیات شمیر هیوادونو نه  د راوړو  کرايي  جنګیالیو سره  په سوریه کې د هیڅ ډول  جرم  او جنایت د ترسره کولو نه  ډډه  نده کړې. پدې هیواد کې د هر ډول جنګي جنایت  مرتکب شوی دی.

د بله پلوه  امریکا  او وای پي جي  ترهګرې ډلې  د سوریې په شمال او ختیځ کې  انسانان  تهجیر کړي  او پدې سیمو  کې د ډار امپراتوري  اعلان کړې وه.

وای پي جي ترهګرې ډلې  پدې سیمو کې هغه  برخې  چې ددوې  د ذهنیت  سره  مخالفې وې  د ټکولو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې د هرې لارې نه کار اخیستی دی. د امریکا په مرسته يي پرې بمباري کړې ده ، زندانونو ته يي اچولي دي، په زندانونو کې  د اشکنجو لاندې  وژلي دي.

همداشان  وای پي جي ترهګرې ډلې  چې  د کوردانو د استازیتوب  ادعا کوي  هغه  کوردان  چې ددوې د ظلمونو  او یو ګوندي  واکمنۍ سره يي  مخالفت ښودلی دی  یا خو وژلي  او یا يي  کډه کولو ته  اړ کړي دي.

امریکا  بیا  په سوریه کې  د فاسفور منع  بمونو نه کار اخیستی دی  او د رقه ښار يي  د مځکې سره  مځکه کړې دی. پدې ښار کې  لوټه  د لوټې د پاسه  روغه نده پریښې. د رقه  ښار  نه يي د وحشت  ښار  جوړ کړی دی. ددې ښار اوسیدونکي  له ډاره  خپل کور او کلو ته  ستنیدی  نشي.

پداسې حال کې  چې  امریکا متحده ایالتونو  د رقه  ښار په خپلو لاسونو په کنډوالۍ  بدل کړ  او په ښار کې  د خښتې پر سر خښتې  روغه  ندې پریښې  خو ددې ښار  د له سره د اعمار په برخه کې  لاس هم  نه خوروي.

سوریې په  روانې  ۷ کلنه  جګړه کې  د هر ډول  وحشت  شاهدي کړې ده . داعش ترهګرې ډلې کړنو  او چلند  د سوریې سربیره نړۍ د شاک سره  مخ کړې وه.  سره ددې چې  د داعش  وحشتونو  ټوله نړۍ  د شاک سره مخ کړې وه  خو  په سوریه کې  د ملکي وګړو تر ټولو  سترې عام وژنې  د اسد رژیم، روسیې  ، ایران او امریکا  لخوا ترسره شوي دي. اسد رژیم، روسیې او امریکا د هوايي  بریدونو سره  په زرګونو تنه بې ګناه انسانان په قتل رسولي دي.

همداشان  ترکیې  وسله والو ځواکونو  د ازادې سوریې د ځواکونو سره  په ګډه  د دویم ځل لپاره په سوریه  کې عسکري عملیات ترسره کړل. لومړی  د فرات ډال او اوس مهال  د زیتون څانګې روان عملیات  . ترکیې  په دواړه  ځله  په عملیاتو کې  د سوریې په روانه جګړه کې دخیلو ټولو خواوو او نړۍوالې ټولنې ته  درس  ورکړی دی. پداسې حال کې چې  رقه او موصل ښارونه  د امریکا لخوا په کنډوالې بدل شوي دي، حلب او غوطه ښارونه  د اسد رژیم ، روسیې او اسد پلوي ملیشو لخوا په کنډوالې بدل شوي دي، حمص  او زاباداني ښارونه  د اسد رژیم  لخوا  په کنډوالې بدل شوي دي  ترکیې او ازادې سوریې ځواکونو  په عفرین کې  د چا خبره  یوې ودانۍ  او ښاري بڼسټ ته  زیان  ندی اړولی .

ترکیې  پرته  ددې چې  د عفرین  په ښار او شاوخوا  کلو کې  ښاري بڼسټونو  او ودانیو ته  زیان  رسوي  په ډیر ځانګړي مهارت  سره  ترهګر  له خپو  غورځولي  او ښار ته يي هیڅډول  زیان  ندی اړولی دی. یو تن  ملکي وګړي پزه يي هم  نده وینې کړې.

سوریې  په روانې ۷ کلنه  جګړه کې  د فرات ډال او زیتون څانګې د عملیاتو په څیر  چې د چا خبره  ملکي وګړو  او ښاري بڼسټونو ته پکې هیڅ زیان ندی اوښتی  د نورو عملیاتو شاهدي نده کړې .

د ترکیې وسله وال ځواکونه او ازادې سوریې ملي ځواکونه  پرمختګ ته دوام ورکوي. دوی په سوریه کې  د نورو اکټورانو  پر خلاف  د چا نه د غچ اخیستو  هڅه نکوي. ددې په مقابل کې د هغوې نه دفاع کوي.

د ویلو ده چې  د زیتون څانګې د عملیاتو پر مهال  د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر  ښودل شوی  حساسیت  د ټولو  لپاره  د درس په څیر اهمیت لري.

عفرین  د  نیولو نه  څو ورځې  لا نه تیږي خو  سیمې ته  د خلکو بیرته ستنیدو بهیر  پیل شوی دی. د رقه  ښار  د ژغورنې نه  میاشتې میاشتې تیریږي خو اوس هم  د نوموړي ښار  اوسیدونکي  ډاریږي  او نه غواړي چې  ستانه شي.

همداشان  د عفرین د ښار  نیولو سره  په سوریه کې د ادلیب د ښار د هغه برخو سره  چې  د مخالفینو تر کنټرول لاندې دي  مخامخ  ارتباطات  ټینګ شول.

یعنې  ددې عملیاتو سره  سوري مخالفین  لا قوي  او ځواکمن شول. د بیلګې په توګه  د استانه، سوچي او یا جینیوا  په بهیر کې  لاسونه لا ځواکمن  شول.

د یادولو وړ ده چې د ازادې سوریې ځواکونه  د سوریې د مخالفینو موقت  حکومت ته  ژمن  او وفاداره دي. د همدې امله  ددې هر پرمختګ  او بری  دا حکومت د سیاسي او عسکري پلوه  لا قوي کوي  .

د زیتون څانګې  عملیاتو  د نړۍ په مطبوعاتو کې  د وای پي جي  ترهګرې ډلې په اړه روان  تبلیغاتو ته هم  ستره ضربه  رسولې ده . د نړۍ مطبوعاتو  او په ځانګړې توګه  لویدیځوالو مطبوعاتو  د وای پ جي ترهګرې ډلې نه تر ټولو  د قوي ځواک په توګه یادونه کوله چې دې عملیاتو  ددوې دا ادعا هم  غلطه  ثابته کړه.

ټولو ته يي دا معلومه کړه که چیرې  امریکا  د وای پ جي نه  ملاتړ ونکړي  دوی  هیڅ هم  ندي. ددې سربیره  وای پ جي ترهګره ډله  د کوردانو  واقعي استازي هم  ندي او د سیمې خلک  ترینه ملاتړ نکوي.

وای پ جي ترهګرې ډلې  د ټولې نړۍ د سترګو پر وړانډې د خپل کنټرول لاندې  د سیمو نه د ملکي وګړو د وتو   او نورو سیمو ته د کډه کولو مخه نیوله . د ملکي وګړو نه به يي  د سپر په توګه کار اخیسته.

همداشان  دا  څرګنده  خبره ده  چې  په عفرین کې  د پ ک ک ستره ماته  به  په نورو سیمو کې هم  ددوې د ماتې  پيل وي. دې عملیاتو ده هم  په اثبات ورسوله چې  د پ ک ک ترهګره  ډله کوم  عسکري ځواک او طاقت ندی  یواځې  د امریکا په مرسته او ملاتړ په خپو ولاړه ترهګره ډله.

همداشان  په عفرین کې د پ ک ک ماتې  د هغوې  تر کنټرول لاندې په منبیچ  او د فرات په ختیځ کې د هغوې پر خلاف  په ځانګړې توګه  عربان  راپاڅولي دي.

انشاالله چې په ډیر نږدې راتلوونکې کې به  د سوریې سربیره په عراق کې هم  د پ ک ک ترهګره ډله  په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.       



اړوند خبرونه