اسراييلو ته د بشري حقونو د يوې مدافعې پرانيستى ليك!

د بشري حقونو مدافع وكيلې ګلدن سونمز اسراييلي مقاماتو په يو پرانيستي ليك كې څرګنده كړې ده چې د فلسطين د مقاومت د سمبولې ماشومې عهد تميمي پر ځاى دى، دا په زندان كې واچوي.

935556
اسراييلو ته د بشري حقونو د يوې مدافعې پرانيستى ليك!

 

عهد تميمي پرېږئ، ما ونيسئ!

د بشري حقونو مدافع وكيلې ګلدن سونمز اسراييلي مقاماتو په يو پرانيستي ليك كې څرګنده كړې ده چې د فلسطين د مقاومت د سمبولې ماشومې عهد تميمي پر ځاى دى، دا په زندان كې واچوي.

سونمز په خپل ليك كې محكمې ته  د ځنځيرونو او زولنو سره يو ځاى د فلسطينۍ ماشومې عهد تميمي راوړل هم وغندل.

سونمز څرګنده كړه چې په ټولو دينونو او ايډيولوژيو كې د جګړې حقوق ځانګړى ځاى لري.

``. د جګړې حقوق په ټولو دينونو او ايډيولوژيو كې ځانګړى ځاى لري. د ټولو دينونو پر اساس د جګړې پرمهال ماشومان ساتل كيږي او له مصئونيت نه برخمن دي. د كوچنيو ماشومونو نيول په حقيقت كې د بشريت پر وړاندې جنايت دى. ``

سونمز  اسراييلي مقاماتو ته ويلي دي چې كه چېرې د عهد تميمي د خوشې كولو ضمانت وكړئ نو زه تياره يم چې تاسې ته ځان تسليم كړم.

د مدافع وكيلې ګلدن سونمز ليك پدې ډول دى.:

 

 

د فلسطين د مقاومت سمبوله عهد تميمي د ۲۰۱۷م كال د دسمبر د مياشتې په ۱۸مه نېټه د اسراييلي ځواكونو لخوا په خپل كور كې د مور سره يو ځاى ونيول شوه. دا نجلۍ د اسراييلو د امنيتي ځواكونو څو ځله د محاكمې په موخه محكمې ته وړاندې شوه. عهد تميمي نه يواځې ماشومه ده بلكې يوه ملكۍ هم ده. د نړۍ له ګوډ ګوډ نه د مدني ټولنې او د سولې د فعالينو په توګه  د عهد تميمي او د اسراييلو په بند كې د نورو فلسطيني ماشومانو د خوشې كولو په موخه څو څو ځله غوښتنې كړي دي. ددې سره سره نه يواځې چې خوشې شوه، بلكې نن په ۸ مياشتو بند باندې هم محكومه شوه. عهد تميمي سره له دې چې ماشومه ده خو محكمې ته پداسې حال كې راوړل كېدله چې په لاسونو او پښو كې يې ځنځرونه او زولنې پرتې وې. دا حالت په ډاګه كوي چې د تميمي سره په نظارتخانه كې هم غير انساني او د بشري حقونو خلاف چلند شوى دى.

ماشومان آزاد كړئ. له ماشومانو د جګړې په ميدان كې ګټه مه پورته كوئ. د جګړې حقوق په ټولو دينونو او ايډيولوژيو كې ځانګړى ځاى لري. د ټولو دينونو پر اساس د جګړې پرمهال ماشومان ساتل كيږي او له مصئونيت نه برخمن دي. د كوچنيو ماشومونو نيول په حقيقت كې د بشريت پر وړاندې جنايت دى.

تاسې ته په ښكاره توګه وړانديز كوم. عهد پرېږدئ، ما زنداني كړئ.

زه هغه څوك يم چې اسراييل د يو يرغلګر دولت په توګه پېژنم. د فلسطين آزادي غواړم. د ماوي مرمرې د مرستې په كيښتۍ كې مې د اسراييلو د غير قانوني او غير اخلاقي كړونو پر وړاندې شعارونه وركړي دي او د اسراييلو لخوا د `` ترهګرې`` په توګه پېژندل كېږم. پوهېږم چې داسې د بشري حقونو مدافعين نه خوښوئ او د ترهګرو په سترګه ورته ګورئ. كه چېرې تاسې د عهد تميمي د خوشې كول ا بيا د نه نيولو په برخه كې ماته ضمانت راكړئ نو زه تاسې ته تسليمېږم. هغه يوه ماشومه ده. د كوچنۍ ماشومې نه په ګټې پورته كولو سره د ماشومانو پر سر جګړې ته دوام مه وركوئ. د نړۍ په ګوډ ګوډ كې ستاسې د غير انساني كړنو له امله ټول انسانان شرميږي او پر تاسې لعنت وايي. باور لرم چې تاسې له دې حالته بايد ناراحته شئ.

كه چېرې زما غوښتنه مو ومنله نو ماسره اړيكې ټينګې كړئ

2018-03-21

مدافع وكيله ګلدن سونمز

 



اړوند خبرونه