په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه
د ترکیې وسله والو ځواکونو په عفرین کې ۳۵۲۴ تنه ترهګر له منځه وړي دي
930156
د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
د ترکیې ستردرستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ترکیې وسله والوځواکونو د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه د سوریې د عفرین په سیمه کې د پ ک ک ، ک جي ک ، پ وای ډي ، وای پ جي او داعش ترهګرو پر خلاف د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د مارچ تر ۱۴مې نیټې ۳۵۲۴ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عملیات په چټکۍ سره دوام لري .
د ترکیې وسله وال ځواکونه د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا د عفرین ښار دروازو ته رسیدلي او ښار يي محاصره کړې دی.
ترکي ځواکونه د ملکي وګړو د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر په ډیر دقت سره پرمختګ کوي.