په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه
د ترکیې وسله وال پوځ د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
د ترکیې وسله وال پوځ د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
د ترکیې د ستردرستیزوالۍ د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان شوه.
په خپرپاڼه کې راغلي دي چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د ازادې سوریې د ځواکونو سره په ګډه د سوریې د عفرین په سیمه کې د پ ک ک ، ک جي ک ، پ وای ډي ، وای پ جي او داعش ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف د پيل کړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو شمیره ۲۷۷۷ تنو ته رسیدلې ده .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په عفرین کې د ترهګرو پر خلاف روان عملیات په چټکۍ سره دوام لري .
د روانو هوايي او مځکنیو عملیاتو په پایله کې د عفرین تر ټولو مهمې د شیخ حدید د علاقه دارۍ سربیره حاجي خلیل، خلیلو، قراء، اراندا، سغولجک او بافلیون په ګډون ۷ کلي د ترهګرو نه تصفیه کړې شول.
همداشان د تیرو دوو ورځو روانو علمیاتو په ترڅ کې د راجو او جاندریس نه عفرین ته د غځیدولو لویو لارو کنټرول د ترکي ځواکونو لاس ته غورځیدلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ۲۰۱۸ کال د جنوري د شلمې نیټې د عفرین د علمیاتو د پیل راهیسې جمعآ ۲۷۷۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همداشان د ترکیې وسله وال ځواکونه د عفرین ښار ته ډیر نږدې شوي دي.