د ترکیې ولسمشر د فرانسې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د ترکیې او فرانسې ولسمشرانو په ځانګړې توګه د سوریې په مسلې خبرې وکړې.
همداشان ولسمشر اردوغان خپل فرانسوي سیال ته افریقا ته د خپل سفر په اړه هم لنډ معلومات شریک کړل. دواړو مشرانو د سوریې د ختیځې غوطه په سیمه کې په روان انساني تراژیدۍ خبرې وکړې.
د ترکیې او فرانسې ولسمشرانو پدې ټيلیفوني خبرو کې د سوریې د ختیځې غوطه په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د تیرې میاشتې د ۲۴۰۱ شمیرې پریکړه لیک د هر څه ژر د عملي کیدو غوښتنه وکړه او پدې سیمه کې د اوربند د ټیګښت او د محاصرې لاندې سیمو ته د بشري مرستو د رسولو په خاطر د نړۍ د نورو مشرانو سره د اړیکو د ټینګولو په اړه تفاهم وکړ.
همداشان ولسمشر اردوغان په راتلوونکې میاشت کې د سوریې په اړه په استانبول کې جوړیدونکې د ترکیې، ایران او روسیې سرمشریزې په اړه هم ماکرون ته معلومات ورکړل. ولسمشر اردوغان وویل چې په تیره سرمشریزه کې چې د روسیې د سوچي په ښار کې جوړه شوې وه د اساسي قانون د کمیټې د جوړولو پریکړه شوې. دا مسله به د جینیوا د بهیر سره هم ډیره زیاته مرسته وکړي.
ولسمشر اردوغان پدې ټيلیفوني خبرو کې د تیرې جمعې په ورځ د بورکینافاسو کې د ترکیې په سفارت او کولتوري مرکز ترسره شوی برید په کلکو ټکو وغنده.
دواړو مشرانو د سوریې په اړه د خبرو په دوام تفاهم وکړ. همداشان ولسمشر اردوغان د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په اړه د ماکرون سره معلومات شریک کړل. ولسمشر اردوغان وویل چې د عفرین سیمه د ترهګرو نه د تصفیه کیدو سره به د ترکیې ملي امنیت ته د مخامخو تهدیدونو د لمنځه وړو سربیره د سیمې د امینت سره هم ډیره زیاته مرسته وکړي.