د سوریې د عفرین په سیمه کې ترهګرو ۸ تنه ترک سرتیري په شهادت ورسول.
په عفرین کې ۸ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل
د سوریې د عفرین په سیمه کې ترهګرو ۸ تنه ترک سرتیري په شهادت ورسول.
د سوریې د عفرین په سیمه کې تیره شپه نږدې سلو تنو ترهګرو تر ټولو ستراتیژیکې تپې په پټه د تیریدو هڅه کوله چې د ترکي ځواکونو د سخت مقامت سره مخامخ شول.
د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګې وای پ جي ترهګرو او ترکي سرتیرو ترمنځه نښته پیل شوه.
په نښته کې ۸ تنه ترکي سرتیري په شهادت ورسیدل او ۱۳ تنه نور ټپیان شول. همداشان پدې نښته کې نږدې ټول ترهګر وژل شوي او پاتې نور يي ټپیان شوي دي.
د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې د عفرین په سیمه کې د پیل کړو نظامي عملیاتو په ۴۱ مه ورځ د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي ترهګرو د عفرین په لویدیځ کې د راجو په مربوطاتو کې غوښتل چې د تونل له لارې کل تپې ته تیر شي چې د ترکي ځواکونو يي مخه ونیوله.
ترکي ځواکونو د خپلو وینو په بدل د نوموړې مهمې تپې نه دفاع وکړه او ترهګرو ته يي د تیریدو اجازه ورنکړه.
د ترهګرو ددې خاین برید نه وروسته سیمه د ترکیې د توپچي او هوايي ځواکونو لخوا د برید لاندې ونیول شول.
پدې نښته کې ۸ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
ټپیان سمدلاسه په چورلکو کې د هتای ولایت روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د بله پلوه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د افریقا په سفر وتلی دی د نوموړې غمناکې پیښې نه وروسته د لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار او کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې او د پیښې په اړه يي د هغوې نه معلومات واخیستل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان په عفرین کې د ۸ تنو ترکي سرتیرو د شهادت خبر په سینګال کې ترلاسه کړ. هغه د پیښې په اړه د لوی درستیز او کورنیو چارو وزیر نه د معلوماتو اخیستو نه وروسته د شهیدانو کورنیو ، د ترکیې وسله وال پوځ او ترک ملت ته تسلیت مراتب وړاندې کړل. ولسمشر اردوغان پدې پیښه کې د وطن په لاره کې شهید شوو سرتیرو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.