په نړۍ كې د غاليو تر ټولو لوى صادرونكى هېواد!
تركيه د غاليو صادرونكو هېوادونو په كتار كې لومړى مقام لري.
919546
د تركيې د غاليو صادرونكو په ۲۰۱۷م كال كې د ۱،۸۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې كړې دي. پدې ډول د غاليو د صادرونكو هېوادونو په سر كې يې ځاى وموند.
پخوا د چين، هندوستان او بلجيم هېوادونه د غاليو د صادرونكو په لست كې لومړي مقامونه درلودل.
ددې سكتور پانګه وال وايي چې د تېر كال د لومړيو دوو مياشتو په پرتله سږ كال د جنورۍ او فبرورۍ په مياشتو كې د غاليو صادارت ډېر شوي دي. اوسمهال د اروپا، امريكا او منځني ختيځ هېوادونو ته صادرات لري چې سږ كال به د شمالي افريقا هېوادونو ته هم د غاليو صادرات پيل شي.
تركي صادرونكي په پام كې لري چې د مقدونيا، كوسووا، البانيا، مراكش، تونس او الجزاير په هېوادونو كې نوې مغازې پرانيزي.