په ترکیه کې نږدې سل تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

په ترکیه کې په لسګونو تنه افغان کډوال چې د قاچاقبرانو لخوا د لارې پر سر پريښودل شوي وو ونیول شول

915813
په ترکیه کې نږدې سل تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

د ترکیې د کارس  په ولایت کې  ۹۴ تنه ناقانونه افغان کډوال چې د قاچاقبرانو د لارې پر سر  پریښې وو  د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د کارس  د ولایت اوسیدونکو  د کارس او دیګور  په لویه لار کې  د یوې  ستره  ډلې  نامعلوم  بهرنیانو  د لیدو نه وروسته  چې د سړک په غاړه روان ول  سمدلاسه امنیتي ځواکونو ته  خبر ورکړ.

پولیسو  د راپور  د ترلاسه کولو نه وروسته  د نوموړو کسانو د نیولو په خاطر  عملیات پيل کړل.

د کارس ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې  د عملیاتو په ترڅ کې  ۹۴ تنه ناقانونه کډوال  ونیول.

په نیول شوو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم  شتون لري. پولیسو  ویلي دي چې نیول شوي  کډوال  ټول د افغانستان وګړي  دي .

نیول شوي ګډوال  بیرته خپل هیواد  ته د استولو په خاطر د کارس ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته  وسپارل شول.

همداشان  د ایزمیر ولایت د اورلا په ولسوالۍ په سواحلو کې هم  تر ۵۰ تنو ډیر ناقانونه کډوال نیول شوي دي.

نوموړو کډوال چې غوښتل  د پلاستیکي  کښتیو  سره  د سمندر له لارې یونان ته واوړي  د سواحلو د امنیت د پولیسو لخوا ونیول شول.

ددې کډوالو سره  سم  د هغوې قاچاقبر هم  نیول شوی دی.



اړوند خبرونه