ولسمشر اردوغان : اسد پلوي ملیشې عفرین نه وتو ته اړ شول
اردوغان : ترکیه به په عفرین کې پرمختګ ته دوام ورکړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان عفرین ته د بشار اسد پلوي ترهګرو ډلو د ننوتو په اړه وویل « دا دوسیه مخکې ددینه چې پرانیستل شي وتړل شوه. »
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې توپچي ځواکونو پدې ترهګرو د بریدونو د پيلولو سره سم ترهګر د عفرین ښار نه بیرته وتو ته اړ شول.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د مقدونیا د ولسمشر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو د لیدنې نه وروسته په ګده خبري غونډه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان د سوریې عفرین سیمې ته د اسد پلوي ترهګرو ډلو د ننوتو په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل « په سوریه کې د ماښام په ساعتونو کې د
ځینې شیعه ملیشه ډلې د عفرین په لوري د روانیدو په اړه خبر ترلاسه شو. خو د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا پر دوی د توپخانې د بریدونو د پيلولو سره سم یاې شوې ډلې بیرته د سیمې نه وتو ته اړ شول. دا دوسیه مخکې ددینه چې پرانیستل شي وتړل شوه. لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترهګرې ډلې ځینې وخت د خپل سرو پریکړو او تصامیمو سره غلط ګامونه اوچتوي خو ددې غلطو ګامونو بدل هم په ډیره قوي توګه ورکولو ته مجبوریږي.