سبا ځمکني عملیات هم پیلیږي.
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم څرګنده کړه چې د ترکیې د وسله وال پوځ اړوند هوایي ځواکونو د سوریې په شمال کې د پې کا کا د ترهګرې ډلې د څانګې پي وای ډي ترهګرو پر وړاندې د زیتون د څانګې د عملیاتو په لومړني پړاو کې هوايي ځواکونو ټاکل شوي ټول هدفونه ویشتلي دي.

ییلدرم چې نن ماښام د چانکایا په ماڼۍ کې د ملتپاله غورځنګ د ګوند د مشر دولت باغچه لې سره تر لیدنې وروسته څرګندونې کولې وویل چې د روانو چارو په نظر کې نیولو سره پلي ځواکونه به هم عملیات پیل کړي. د ییلدرم په وینا د ترهګرو ډلو له فشارونو او ګواښونو نه د عفرین په سیمه کې د مېشتو عربانو، ترکمنانو او کردانو ورونو د ژغورنې په موخه دا عملیات پیل شوي دي. ییلدرم زیاته کړه چې د ناسم پروپاګند پر اساس ویل کيږي چې ګویا پدې عملیاتو کې کردان ویشتل کیږي. دا حقیقت نه لري. ددې عملیاتو اجرا کوونکی زرګونه اتلان باید پوه شي چې د ۸۰ میلیونو هېوادوالو لخوا ورته دعا کیږي.