اردوغان روسيې ته ځي!

ولسمشر رجب طيب اردوغان به يوې رسمي ليدنې په ترڅ د روان ميلادي كال د نوامبر په ۱۳مه نېټه مسكو ته سفر وكړي.

842016
اردوغان روسيې ته ځي!

 

 

ټاكل شوې ده چې اردوغان به د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د روسيې د سوچي په ښار كې ليدنه وكړي. دواړه مشران به د دوه اړخيزو اړيكو سربېره پر يو لړ سيمه ايزو او نړيوالو مسايلو خبر اترې وكړي.

د ليدنې د اجندا اصلي موضوع د تركيې لخوا د سوريې د افرين په ښار كې احتمالي نظامي عمليات دي. سربېره پر دې د ادليب په ښار كې د امنيتي سيمې په اړه به هم بحث وشي.

ولسمشر اردوغان به له روسيې د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو د دفاعي سيستم د پېرودلو په اړه هم د خپل روسي سيال سره خبرې اترې وكړي.

ولسمشر به د نوامبر په ۱۴مه نېټه د كوېټ هېواد ته هم سفر وكړي.



اړوند خبرونه