په استانبول کې د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.
ترهګرو غوښتل چې استانبول په وینو ولړي .
په استانبول کې د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه.
د داعش ترهګرې ډلې چې غوښتل استانبول په وینو ولړي خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه مخکې پلان شنډ او ځانمرګي برید کوونکي ونیول شول.
د استانبول پولیسو وړمه ورځ ۴ تنه ځانمرګي برید کوونکي چې غوښتل د ترکیې جمهوریت د ۹۴ کلیزې په ورځ خونړي بریدونه وکړي لاس په لاس ونیول.
د استانبول پولیسو ویلي دي چې ترهګرو غوښتل چې په استانبول کې په ۴ جلا جلا سیمو کې ځانمرګي بریدونه وکړي.
د استانبول د امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې د ریاست منسوبینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه د داعش ترهګرې ډلې ځانمرګي برید کوونکي ونیول.
د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې پولیسو څو ورځې مخکې په استانبول کې د ترهګریزو بریدونو په اړه راپور ترلاسه کړ. پولیسو په ډیره مخفي توګه د ترسره کړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې دلې هغه پټن ځایونه چې په استانبول کې د پراخو بریدونو پلان پکې جوړ شوی وو تثبیت کړل.
ترهګرو د خپل نښې او نښانو د ورکولو په خاطر لومړی هغه کور چې د حجرې په توګه يي ترینه کار اخیستل وسوځو.
پولیسو پدې کور کې یو زیات شمیر مواد چې د ځانمرګیو بریدونو په خاطر ترینه کار اخیستل کیږي پيدا کړل.
پولیسو د ترهګرو موټر او موټرسایکل تثبیت کړل او سمدلاسه يي په حرکت پیل وکړ. ترهګرو د چاودیدونکو توکو نه بار خپل موټر د یو لوی سوداګریز مرکز په مخکې د ستر خونړي برید په خاطر ځای په ځای کړی وو چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
همداشان پولیسو ترهګر هم چې د برید لپاره يي تیاري نیوله لاس په لاس ونیول. د برید کوونکو نه یو تن يي غوښتل چې وتښتي چې د پولیسو لخوا په خپه د ویشتو نه وروسته ونیول شو.
د نوموړو ترهګرو سره په موټر کې د چاودیدونکو توکو او ریموټ کنټرول په واسطه د جوړوشوو بمونو سربیره ۴ ځانمرګي واسکټونه، وسلې او مهمات ونیول شول.
پولیسو ویلي دي چې ترهګرو په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي دي چې د سترو بریدونو پلان يي درلود . ترهګرو غوښتل چې د جمهوریت د ۹۴ کلیزې د مراسمو پر مهال په هیوادوالو دا د اختر ورځ د ماتم په ورځ بدله کړي .
د استانبول پولیسو د سترې خونړۍ فاجعې مخه ونیوله.