ترکیې د افغانستان لپاره نوی سفیر په دنده وګماره.
ترکیې د ۲۱ هیوادونو لپاره نوي سفیران وټاکل
ترکیې د افغانستان لپاره نوی سفیر په دنده وګماره.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په ۱۷ هیوادونو کې د ترکیې سفیران مرکز ته راوغوښتل او د ۲۱ هیوادونو لپاره يي نوي سفیران وټاکل.
پدې اړه خپور شوی فرمان په رسمي جریده کې خپور شو.
په ۲۱ هیوادونو کې د ترکیې لخوا ټاکل شوي نوي سفیران په لاندې ډول دي.
۱ - اوغوز خان ایرتوغورل د افغانستان د سفیر په توګه
۲ - احسان مصطفی یوردا کول د پاکستان د سفیر په توګه
۳ - حسن مراد مرجان د جاپان د سفیر په توګه
۴ - عبدالقدیر امین اونین د چین جمهوریت د سفیر په توګه
۵ – ذکي لیونت ګمروکچو د بلجیم د سفیر په توګه
۶ - احمد مختار ګون په ویانا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د دایمي سفیر په توګه
۷ – شریفه سیراپ اوزجوشکون د بولیویا د سفیرې په توګه
۸ – حقه امره یونت د سویډن د سفیر په توګه
۹ – عایشه هلال سایان کوی تاک د کویټ د سفیرې په توګه
۱۰ – ایجه اوزترک جیل د کولمبیا د سفیرې په توګه
۱۱ - سلیمان ګوکچه د ګواتامالا د سفیر په توګه
۱۲ – حسن اولوسوی د بلغاریا د سفیر په توګه
۱۳- شوقي متولي اوغلو د وینزویلا د سفیر په توګه
۱۴ – کمال دیمیرجي د بحرین د سفیر په توګه
۱۵ - خدیجه اویا تونګا چاغلا د ایکوادور د سفیرې په توګه
۱۶ - برین مقبوله تولن د نامبیا د سفیرې په توګه
۱۷ - متین هورسیف اونلر د ماګاداسکار د سفیر په توګه
۱۸ – حاکان کیوانچ د زیمبابې د سفیر په توګه
۱۹ - ایردال صبري ایرګن د چاد جمهوریت د سفیر په توګه
۲۰ – دیدم ایلا ګورکم ګوکچه د دومینیک جمهوریت د سفیرې په توګه
۲۱ – دها ایرپیک د سیرالیون د سفیر په توګه .