د ترکیې د ایدن ولایت د دیدم په ولسوالۍ کې ۵۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.
په دیدم کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول
د ترکیې د ایدن ولایت د دیدم په ولسوالۍ کې ۵۵ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.
د ایدن ولایت د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د سواحلو د امنیت قومندانۍ د دیدم په ولسوالۍ کې د ناقانونه کډوالو په اړه چې د کوچنۍ پلاستیکي کښتیو سره يي د سمندر له لارې اروپا ته د تلو هڅه کوله راپور ترلاسه کړ.
د سواحلو د امنیت پولیسو سمدلاسه په حرکت پیل وکړ او یاد شوي کسان يي مخکې ددینه چې په سمندر کې ډوب شي او یا بله کومه ستونزه رامنځته شوي ونیو.
د نیول شوو کډوالو نه ۲۳ تنه ماشومان دي.
نیول شوي کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راننوتي وو غوښتل يي چې د غیرې قانوني لارو څخه اروپا ته واوړي.
نیول شوي کډوال د دیدم ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ ته وسپارل شول.
د امنیې په قومندانۍ کې د تحقیقاتو نه وروسته د کډوالو ریاست ته وسپارل شول.
نیول شوي کدوال به هر څه ژر خپل هیوادونو ته واستول شي. د نیول شوو کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي. په ترکیه کې د نیول کیدونکو کډوالو ۷۰ سلنه افغان او سوري کډوال تشکیلوي.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.