د ګردېز د ننني  بريد په اړه د تركيې غبرګون

د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې رسمي اعلاميه كې راغلي دي چې تركيه  د ګردېز په ښار كې د ترهګري بريد له امله سخته خواشيني ده.

828893
د ګردېز د ننني  بريد په اړه د تركيې غبرګون

 

د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې رسمي اعلاميه كې راغلي دي چې تركيه  د ګردېز په ښار كې د ترهګري بريد له امله سخته خواشيني ده.

په اعلاميه كې د افغانستان دولت او ورور افغان ملت ته د تسليت پيغام وړاندې شوى دى.

په اعلاميه كې راغلي دي چې تركيه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ډګر كې تل د افغان دولت تر څنګ ولاړه وي او هر ډول همكارۍ ته تياره ده.

په ګردېز كې د نن سهار د بريد په پايله كې د وژل شوو كسانو شمېره ۲۰ تنو ته لوړه شوې ده او د ټپيان شمېره هم تر ۷۰ تنو اوښتې ده.

دا بريد د طالب ترهګرو لخوا پر غاړه واخيستل شو.


پيوندونه: #افغان ملت , #ګردېز

اړوند خبرونه