د امريكا لومړنى غبرګون
تركيې د ناټو د يو مهم غړي هېواد په توګه د لومړي ځل لپاره دا ومنله چې د روسيې له هېواده يې د اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سيستم د پېرلو هوډ لري.
د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هيتر نورېټ پدې اړه وويل چې د ناټو غړي هېوادونه بايد داسې نظامي سيستمونه او يا وسلې وكاوري چې د د ناټو د نظامي وسايلو سره همغږي ولري.
نورېټ د يوې خبري غونډه كې د موضوع په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې څرګنده كړه چې د اېس – ۴۰۰ ډوله روسى هوايي دفاعي سيتسم د ناټو له سيستمونو سره همغږي نه لري. د همدې امله دا پېښه زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده.
ولسمشر رجب طيب اردوغان تېره ورځ څرګنده كړې وه چې هېڅوك د تركيې د دفاعي سياست په برخه كې د خپلواكې پرېكړې په چارو كې د لاسوهنې حق نه لري. موږ د خپلې خپلواكۍ په اړه پرېكړه په خپله كوو. موږ اړ يو چې د خپل هېواد د دفاع او ساتنې په موخه اړوند تدابير ونيسو.
د اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سيستم چې د نړۍ تر ټولو پرمختللې وسله بلل كيږي د تركيې لخوا له روسيې نه پېرودل كيږي.