د تركيې په اړه د اروپا د پارلمان پرېكړه په نشت حساب ده.

د تركيې لومړي وزير بنعلي ييلدرم په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په موخه د خبرو اترو د بهير د ځنډولو په اړه د اروپا د پارلمان پر پرېكړه نيوكه وكړه.

766101

ييلدرم چې په انقره كې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل څرګنده كړه چې په اروپايي ټولنې كې د تركيې د غړيتوب په اړه زموږ سياست همداسې پر ځاى دى.

ييلدرم زياته كړه چې ``اروپايي ټولنه بايد صميمي وي او د خپلې راتلونكې په اړه پرېكړه وكړي. داسې پرېكړه چې له مخې يې د تركيې د غړيتوب يا نه غړيتوب په اړه صميمي پلان نيول شوى وي. زموږ لپاره د اروپايي ټولنې د لوړپوړو چارواكو اراده مهمه ده. د دوى پرېكړه زموږ لپاره مهمه ده او په همدې اساس به موږ هم اړوند تدابير ونيسو.``

ييلدرم دا هم وويل چې اروپايي ټولنه دې پر موږ د نيوكو پر ځاى لومړى د ځان په اړه فكر وكړي.  له ځانه دې پوښتنه وكړي چې هلته د پې كا كا د ترهګرې ډلې د غړو فعاليت ولې دومره زيات دى؟ د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې منسوبينو ته يې ولې پناه وركړې ده؟ په اروپايي ټولنه كې د تركيې غړيتوب، د تركيې هومره د ټولنې په ګټه دى. د اروپا امنيت له تركيې پيليږي. همدې حقيقت ته په كتلو سره هرڅوك بايد خپل مسوليت ادا كړي.``

اړوند خبرونه