ترکیې  د دفاعي صنایعو ، ملي  وسلو او تکنالوژۍ په برخه کې  یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.

ترکیې  د تحت البحري  کښتیو ضد کوچنۍ  جنګي  کښتۍ  جوړه کړه.

763836
ترکیې  د دفاعي صنایعو ، ملي  وسلو او تکنالوژۍ په برخه کې  یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.

 ترکیې  د دفاعي صنایعو ، ملي  وسلو او تکنالوژۍ په برخه کې  یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.

ترکیې  د تحت البحري  کښتیو ضد کوچنۍ  جنګي  کښتۍ  جوړه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  اوبو ته  ښکته کړه.

پدې مراسمو کې  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره  د ملي دفاع وزیر فکري اشق، لوی درستیزوال ستر جنرال خلوصي اکار، د سمندري ځواکونو عمومي قومندان  او یو زیات شمیر ملکي او عسکري  چارواکیو ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان  دلته په خپله وینا کې وویل « ترکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې باید څارونکي پر ځای په  څارل کیدونکي ، مصرف کوونکي  پر ځای  په تولیدونکي او  د تکنالوژۍ او  نواورۍ  په برخه کې  د یو مشر هیواد  موقف ترلاسه کړي. ځکه چې دا زمونږ  جدي اړتیا ده. که چیرې خپلې عاجلې  اړتیاوې د بهر نه  هم  تامینوو خو ددې ترڅنګ  باید خپله ټوله پاملرنه  او اصلي پلانونه  ملي تولیداتو  ته  راوګرځو. که چیرې د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې  مونږ  دا  لاره غوره کړي نوی ، نن ورځ  په سرپټه توګه په هیواد د لګیدلو تحریمونو  له امله  به مو  نه   د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  او نه  هم  د هیواد نه بهر  د عسکري عملیاتو  توان  او طاقت  درلودی. »

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه که د هر سبب له امله  په ترکیه کې  د دفاعي صنایعو  د ودې او پرمختګ پر وړاندې څوک  د خنډونو جوړولو  هڅه وکړي  د هغوې پر وړاندې به هیڅوخت  حوصله  ونکړو. د دا ډول  دریځ او چلند د خاوندانو پر وړاندې به  شخصآ پخپله  ودریږم. انشاالله چې د هیواد  د امنیت له پلوه د ځانګړي اهمیت  خاوندو پروژو  شمیره  به  لوړه   او دوام به ورکړو  .

ولسمشر اردوغان  وویل چې د الله په مرسته  به  د جنګي الوتکو  لیږدونکي جنګي  بیړۍ به هم  جوړه کړو. پدې برخه کې  عظیمه  او کلکه اراده لرو  او هیڅډول  تردد  او تشویش  نلرو.

 



اړوند خبرونه