جرمني ته د تركيې اعتراض ليك
په برلين كې د تركيې سفارت، د جرمني د لومړي وزارت د ودانۍ ترڅنګ د اردوغان پر خلافف د فليپ روش په نامه د يو هنرمند د پاروونكي عمل له امله ددې هېواد حكومت غندلى دى.
په برلين كې د تركيې سفارت، د جرمني د لومړي وزارت د ودانۍ ترڅنګ د اردوغان پر خلافف د فليپ روش په نامه د يو هنرمند د پاروونكي عمل له امله ددې هېواد حكومت غندلى دى.
په برلين كې پرون يو تن تش په نامه هنرمند ددې هېواد د پارلمان ودانۍ ته نږدې د سټېج پر سر يو موټر درولى وو او پرې د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان، د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د سعودي عربستان د پادشا سلمان بن عبدالعزيز انځورونه لګول شوي وي. د انځورونو لاندې ليكل شوي ول چې ``كه چېرې غواړئ چې دا موټر وګټئ نو ديكتاتوران ووژنئ``
د تركيې د بهرنيو چارو وزارت په اعتراضيه ليك كې څرګنده كړه چې ``ددې ډول تاوتريخوالي نه ډكو اعمالو د مشروعيت په موخه د جرمني پوليسو پراخ امنيتي تدابير نيولي ول. دا ډول اعمال په ټولنه كې خلك د سولې او ګډ ژوند پر ځاى نفرت او دښمنۍ ته تشويقوي. دا ډول اعمال په هېڅ ډول د تركيې د مقاماتو لپاره د منلو وړ نه دي.``