له تركيې نه د قطر مننه
د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، د قطر سره د تركيې د مرستو او ملاتړ له امله مننه وكړه.
الثاني چې د امريكا د متحدو ايالتونو په پلازمېنه واشنګټن كې `` د قطر د كړكېچ د آواري`` تر نامه لاندې يوې غونډې ته وينا اوروله څرګنده كړه چېد عربي هېوادونو لخوا پر قطر باندې د لګېدلو بنديزونو پر وړاندې تركيې ورسره لويه مرسته او همكاري كړې ده.
د نوموړي په وينا تركيې د قطر د لومړنيو موادو د تداركاتو د ځنځير د فعال ساتلو په برخه كې اغېزمنه مرسته وكړه چې له همدې امله له تركيې مننه او قدرداني كوو.
الثاني دا هم وويل چې د قطر سره د تركيې اړيكې به ددې سبب نشي چې د خليج د نورو هېوادونو د غړو سره دې د تركيې اړيكې كمزورې شي. انقرې ټولې خواوې خبرو اترو ته رابللي دي.
الثاني يو ځل بيا ټينګار وكړ چې قطر به د ملي حاكميت په ډګر كې د خپلو حقونو نه هېچا ته تېر نشي. دا كړكېچ بايد د سياسي ډيالوګ له لارې اوار شي.
د نوموړي په وينا `` پدې برخه كې د قطر پر ملي حاكميت باندې د نړيوالو قوانينو خلاف ښكاره بريدونه كيږي. پر قطر لګېدلي تورونه بې اساسه دي. تر هغه پورې چې د قطر ملي حاكميت او خپلواكۍ ته درناوى وشي، د خپلو ګاونډيانو سره خبرو اترو ته تيار دي.``
الثاني د سعودي عربستان په مشرۍ د نورو څلورو هېوادونو لخوا قطر ته د غوښتنو د لست په اړه وويل چې دا لست غير واقعي دى.