پر جرمني سياستوالو د تركيې سختې نيوكې

د تركيې د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر رجب طيب اردوغان په اړه د جرمني سياستوالو ناحقه څرګندونې وغندلې.

761656
پر جرمني سياستوالو د تركيې سختې نيوكې

 

ددې وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې  د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې د روان ميلادي كال د جولاى د مياشتې په ۷مه نېټه په جرمني كې د پراختيا په حال كې د ۲۰ هېوادونو `` جي – ۲۰`` د مشرانو په مشريزه كې د ګډون په موخه نوموړي هېواد ته د سفر هوډ لري، د جرمني سياستوالو د ناحقه څرګندونو سبب ګرځېدلى دى.

ټاكل شوې ده چې اردوغان به ددې سرمشريزې په ترڅ كې په جرمني كې د تركي هېوادوالو يوې غونډې ته وينا هم واوري. په داسې حال كې چې د غونډې د سالون د نيولو په موخه ددې هېواد مقاماتو ته له پخوا رسمي مراجعه شوې ده، يو شمېر سياستوال د خپلو كورنيو سياستونو د حسابونو له امله پر اردوغان ناحقه نيوكې كوي.

په ځانګړي توګه د مارتين شولز په نامه سياستوال چې پخوا يې د اروپا د پارلمان مشري هم ترسره كړې ده او اوسمهال د سوسيال ديموكرات له ګونده د لومړي وزارت چوكۍ ته نوماند دى، د بيان د آزادۍ د هر ډول ارزښتونو تر پښو لاندې كولو سره د ولسمشر د وينا د مخنيوي هڅه كوي. پدې اړه د جرمني سياستوالو دوه مخى سياست د نه منلو وړ دى.


پيوندونه: #جرمني , #تركيه

اړوند خبرونه