ولسمشر اردوغان د امریکا پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هغه  د ساتوونکو په اړه   د امریکا متحده ایالتونو د محکمې  د پریکړې  پر خلاف سخت غبرګون وښود.

753688
ولسمشر اردوغان د امریکا پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ.

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د هغه  د ساتوونکو په اړه   د امریکا متحده ایالتونو د محکمې  د پریکړې  پر خلاف سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې « دا څه ډول  قانون او څه ډول  حقوق  دي. که چیرې زما  ساتوونکي  زما  ساتنه ونه کړي  پس  مونږ  دا ساتوونکې ولې د ځان سره  ګرځو؟ ایا  زه  خپل ځان  د امریکا په هانس  او کورسو باندې  وساتم؟»

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې پرون  ماښام  په پلازمینه  انقره کې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  دولتي مقاماتو لپاره  په جوړ کړي روژه ماتي پروګرام کې  وکړې.

ولسمشر اردوغان  دلته په خپله وینا کې  امریکا ته د هغه د وروستي سفر پر مهال  د پې کاکا  او فتح الله ګولن ترهګرو سازمانونو د پلویانو لخوا د هغه پر خلاف د مظاهرې پر مهال  د ترهګرو او د هغه د هر کلي په خاطر د ټولو شوو  ترکانو ترمنځه د شوې  نښتې  په اړه د امریکا  د یو پلوي چلند  پر خلاف سخت غبرګون وښود.

د ویلو ده چې  د امریکا محکمې د نوموړې پیښې په تړاو  په امریکا میشت دوه تنه ترکان زنداني کړي  او د ولسمشر اردوغان د ۱۲ تنو ساتونکو په اړه يي د نیولو امر کړی دی.

ولسمشر اردوغان  وویل چې  د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګرې ډلې پلویانو لاس یو کړی وو او زما  پر خلاف يي مظاهره کوله. دا ترهګر حتا  زما  ۵۰ یا ۴۰ مترۍ پورې رانږدې شوي وو. امریکايي  پولیسو ننداره کوله.  پدې وخت کې زمونږ  د هر کلي په خاطر راټولو شوو ترکانو مداخله وکړه  او  ترهګرو سره په  نښته  کې ښکیل شول. زما ساتوونکو پولیسو د خلاصون  او زمونږ د امنیت په خاطر  په نښته کې مداخله وکړه.

نن  د امریکا  محکمې دلته د میشتو ترکانو نه دوه تنه  نیولي دي  او زما  د ۱۲ تنو ساتوونکو په اړه د نیولو حکم کړی دی .

دا څه ډول  قانون او حقوق  دي. که چیرې  زما  ساتوونکي زما  امنیت  ونه ساتي  پس  مونږ  ولې  دوې د ځان سره ګرځو. ولې امریکا ته  ځان سره بیایو. ایا مونږ  خپل امنیت  د امریکا  په هانس  یا کوم  وساتو. که  چیرې  د امریکا  مشران  ترکیې ته راځي  ترکي موټر چلوونکي خو پر ځای پریکړه  پولیسو ته  په خپلو موټرو کې  اجازه نه ورکوي.

خو کله  چې مونږ هغه  هیواد ته سفر وکړو په ټینګار سره وایي چې نه زمونږ  پولیس  باید تاسې سره  ملګرتیا وکړي. مونږ  خپل ساتوونکي  او خپل پولیس لرو.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې برخه کې به سیاسي  او حقوقي  مبارزه وکړو . خو غواړو چې دا مسله  د ټولو سره  شریکه کړو. مونږ په نړۍوالو قوانینیو او حقوقو  ډیر ښه پوهیږو. زمونږ نومونه  د تاریخ په زرینو پاڼو کې  لیکل کیږي.

راځۍ چې پدې برخه کې په ګډه مبارزه  وکړو. راځۍ چې  مونږ  هر یو  خپل ملت ته  تاریخي  بري  په ډالۍ کې ورکړو.

 

 



اړوند خبرونه