ولسمشر اردوغان په قطر لګول شوي بندیزونه ضد انساني او ضد اسلامي وبلل
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په قطر لګیدلي بندیزونه نه انساني او نه اسلامي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په قطر لګیدلي بندیزونه نه انساني او نه اسلامي دي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره ورځ په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند اونیزې غونډې ته وکړې.
هغه وویل چې د هیواد په خلکو د خوراک او څښاک په توکو، په سیاحت، تجارت او عبادته پورې په هره برخه کې د بندیزونو لګول او تجرید کول نه انساني او نه اسلامي دي.
په یو خپلواکه هیواد باندې د ترهګرو نه د ملاتړ په بهانه د دا ډول بندیزونو لګول او دا هیواد تجریدول د ترکیې لپاره د منلو وړ ندي.
هغه وویل چې په قطر پداسې حال کې د ترهګرو نه د ملاتړ تور لګول کیږي چې دا هیواد تر ټولو ډیر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي. قطر د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف چې سیمه يي ورانه کړې او په زرګونو تنه يي وژلي دي د ترکیې سره په ګډه تر ټولو قوي مبارزه کوي.
د افترا او تورونو سره قطر په سیمه کې د یو ګناهکار او ترهګرو نه د ملاتړ کوونکي هیواد په توګه اعلانول او ښودل هیچا ته کومه ګټه نه کوي.
ولسمشر اردوغان وویل که چیرې د ترکیې او قطر مرسته او ملاتړ نوې نن ورځ به سوري مخالفین د ظالم اسد او داعش قاتلې او ترهګرې ډلې په مقابل کې څه ډول دریدلي وی؟ قطر ته باید یواځې د طبعي زیرمو د یو بډایه هیواد په سترګه ونه کتل شي. قطر پدې وروستیو کلونو کې په اسلامي هیوادونو کې د هر ډول ستونزو او مشکلاتو د حل په لاره کې په ډیر جسارت سره چلند کوونکی هیواد دی.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د سعودي عربستان په پاچا ملک سلمان غږ وکړ چې د خلیج د سیمې د مشر په توګه دا ستونزه حل کړه. ولسمشر اردوغان د سعودي د پاچا نه غوښتنه وکړه چې ددې ستونزې د حل په خاطر مشري وکړي.