د حكمتيار سره په كابل كې د تركيې د سفارت د استازو ليدنه

په كابل كې د تركيې د سفارت استازو نن د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار سره ليدنه وكړه.

751232
د حكمتيار سره په كابل كې د تركيې د سفارت د استازو ليدنه

 

د تركيې د سفارت يو شمېر ډيپلوماټانو د حكمتيار سره په ليدنه كې د سولې له پروسې د ملاتړ ترڅنګ د دواړو هېوادونو په نېكو اړيكو باندې تينګار وكړ.

ددې سفارت مرستيال د ليدنې پر مهال څرګنده كړه چې تركيه په افغانستان كې د سولې د پروسې سربېره ددې هېواد د بيا رغاونې او ټيكاو په برخه كې خپلې هر اړخيزې مرستې جاري شي.

حكمتيار هم د سولې له پروسې د تركيې له ملاتړه مننه وكړه او دا هېواد يې د اسلامي نړۍ تر ټولو پياوړى او مهم هېواد وبللو.

د يادولو وړ ده چې تركيه لومړى هېواد دى چې په رسمي توګه يې خپل استازي د حكمتيار سره ليدنې ته استولي دي.



اړوند خبرونه