اردوغان  وویل چې  د  ورورنو  ترمنځه  جګړې  پزې  ته رارسیدلي‌ او ډیر  ستړې شوي‌ یو

د خلیج هیوادونو د مشرانو او خلکو نه د ولسمشر اردوغان غوښتنه!

749817
اردوغان  وویل چې  د  ورورنو  ترمنځه  جګړې  پزې  ته رارسیدلي‌ او ډیر  ستړې شوي‌ یو

د ترکېې  ولسمشر  رجب  طیب  اردوغان  وویل چې  د  ورورنو  ترمنځه  جګړې نه پزې  ته رارسیدلي‌ او ډیر  ستړې  شوي‌ یو. د ورورنو  ترمنځه په جګړه  کې  ګټوونکی یو پلو هم  نه کیږي. تر ټولو  ستر  زیان  همدې  ګوري.

ولسمشر  اردوغان  د خلیج د هیوادونو په مشرانو  او خلکو غږ وکړ،  چې  د ورورنو  ترمنځه  په نښته کې  ضرر  همدا  ورورنه  ګوري. د ناحقه  تورونو  او افتراګانو سره  هیڅ شی  ترلاسه کولو نشو  پرته  د ضرره. ددې  جګړې  یواځنی ګټوونکي‌ د سیمې  د سولې، ثبات، امنیت، ورورولۍ، دوستۍ دښمنان  او زمونږ  د وینو او د اوښکو نه  تغذیه کیدونکي‌  دي. 

ولسمشر  اردوغان  دا څرګندونې  پرون  ماښام  د عدالت او پراختیا واکمن  ګوند  د استانبول  د ولایتي‌ شورا لخوا جوړ شوي‌ د روژه ماتي‌ په پروګرام  کې  وکړې.

هغه وویل « تاسې وګورۍ  د روژې  پدې  مبارکه  میاشت کې  نن  ورځ  په یو  زیات  شمیر  اسلامي‌ هیوادونو کې  زمونږ  یو زیات شمیر مسلمان  ورورنه  د سولې  او  امنیت  په فضا کې  د یوې  مړۍ  ډوډۍ  د خوړو  ارمان  کوي.»

هغه زیاته کړه  په یمن ، افغانستان، بورما، فلسطین، لیبیا، سومالي، سوریه او یو زیات  شمیر نورو هیوادونو کې  مسلمانان  څوک  د ولګې  او فقر  او څوک  د ترهګرۍ ، استبداد ، ظلم او ستم  سره  لاس او ګریوان دي. پدې  سختو  او تنګو کې  روژه نیسي  او د ژوندي‌ پاتې کیدو په خاطر  مبارزه کوي.

باور وکړۍ  چې  پدې هیوادونو کې  د مسلمانو ورورنو فریادونه  زمونږ  زړونه  سوري‌ کوي. نه  د روژه ماتي‌ او نه هم  د پیشلمي‌ په خوښیو  پوهیږو. 

له بده  مرغه چې  د روژې  د میاشتې  ارزښتونونو ته په خپل  ژوند کې  لکه  څرنګه  چې  لازم  دی  ځای  نه ورکوو.

د ورورولۍ ، یو بل سره د مرستو او همکارۍ کولو  پر ځای  د یو بل نه د خفګان او یو بل ته د کوهي‌ کیندو خبر  ترلاسه کوو. 

په ډیرې  خواشینۍ  سره  وایم  چې  په خلیج کې  د ورورنو  ترمنځه  د رامنځته شوې  شخړې   او  کړکیچ  په ټوله نړۍ  کې  د مسلمانانو  د روژې  د میاشتې  په خوښیو  سیوری  غوړولی  دی. ټول  يي  خواشیني‌ کړي‌ یو.

پداسې  یو وخت کې چې  اسلامي‌ نړۍ  د کافي‌ سختو  تنګو او ستونزو  سره  مبارزه کوي‌ د نوو  ستونزو  رامنځته کول  غلط کار  دی.

پداسې  یو حساس  وخت  کې چې  د اسلامي‌ نړۍ  او زمونږ  د سیمې په اړه  ډول ډول  دسیسې  جوړي‌ شوي‌ او روانې  دي‌ خپله انرژي‌ په خپلو منځونو کې  د خپلمنځیو  ستونزو په رامنځته کولو  او خپلې  سرچینې  په عبس  توګه  په مصرف  رسول  ستره  خطا  او اشتبا‌‌ء  ده.

ولسمشر  اردوغان  وویل  پدې  حقیقت  هر سړی باید  ځان  ښه پوه کړي . زه  د خلیج  د هیوادونو په مشرانو  او خلکو غږ کوم چې  د ورورنو  ترمنځه  د جګړې  او شخړو  غالب او 

ګټوونکی  نشته  . بایلوونکي  شتون لري. ددې  جګړې  ګټوونکي‌ یواځې  هغه  برخې  دي‌ چې  زمونږ  د وینو نه  تغذیه  کیږي. زمونږ  د جګړو  نه  ګټه پورته کوي. زمونږ  په سیمه کې  د بې استقرارۍ او ناامنۍ نه ګټه پورته کوي.

ولسمشر  اردوغان  وویل چې  د خپلمنځیو  او ورورنو  ترمنځه  د جګړو نه  نور ډیر  سټري‌ شوي‌ یو. 

د یو  مسلمان لخوا  د بل مسلمان  د وژنې  نه  ډیر  سټري‌ شوي‌ یو . تاسې  وګورۍ په سوریه، یمن  ، افغانستان، عراق، بورما، فلسطین او داسې  نورو  اسلامي‌ هیوادونو کې  څه  روان  دي. ایا  پدې هیوادونو کې  خپلمنځیو  جګړو  او ورور  وژنو  مونږ  ته  کومه ګټه  کړې  ده  چې  نوې خپلمنځنۍ  شخړې به يي‌ وکړي. نور  بس  دی. پخپله  باید  خپل ځانونه په یو بل مات نکړو. 

ولسمشر اردوغان وویل  تاسې  وګورۍ   چې  پخپله  د ورورنو  هیوادونو لخوا  په قطر  بندیزونه  لګیدلي‌ دي. د قطر  خیرنه او مرستندویه  ټولنې   د ترهګرو په لست کې  شاملې  شوي‌ دي. تر ننه پورې مونږ  ددې مرستندویه ټولنو لخوا  د هیڅکوم ترهګریز سازمان سره د اړیکو او یا  د مرستو  شاهدي‌ کړې نده.

ولسمشر اردوغان وویل چې  قطر به یواځې  پرینږدي.



اړوند خبرونه