ترکیې ولسي جرګې د قطر سره د عسکري همکاریو پروتوکول اړوند قانون مسوده تصویب کړه
د ترکیې ولسي جرګې د ترکیې او قطر ترمنځه د جاندارما ځواکونو د روزنې په اړه د همکارۍ پروتوکول اړوند د قانون مسوده تصویب کړه.
د ترکیې ولسي جرګې د ترکیې او قطر ترمنځه د جاندارما ځواکونو د روزنې په اړه د همکارۍ پروتوکول اړوند د قانون مسوده تصویب کړه.
د ویلو ده چې د ترکیې ولسي جرګې د ترکیې او قطر ترمنځه لاسلیک شوي نړۍوال تړونونه د تصویب په خاطر رامخکې کړل.
د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال وایسي قیناق د ولسي جرګې لخوا د ترکیې او قطر ترمنځه د لاسلیک شوو نړۍوالو تړونونو د رامخکې کولو په اړه وویل « په قطر باندې لګیدلي دا وروستي تحریمونه ددې په معنا ندي چې دا هیواد به د ترهګرو نه ملاتړ کوي. »
هغه وویل چې قطر ته د ترکي سرتیرو د استولو مسله کومه نوې مسله نده.
هغه زیاته کړه چې د ترکیې جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۲۵ مه نیټه د قطر د کورنیو چارو د وزارت سره لاسلیک کړي د امنیتي همکاریو د تړون په چوکاټ کې د دواړو هیوادونو حکومتونو د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په دویمه نیټه د جاندارما ځواکونو د روزنې په خاطر د همکارۍ پروتوکول لاسلیک کړ. دا پروتوکول په دوحه کې لاسلیک شوی وو.
دا پروتوکول د ترکیې د جاندارما عمومي قومندانۍ او د قطر د دولت د کورني امنیت د ځواکونو ترمنځه د همکارۍ د چوکاټ د معلومولو، د روزنیزو فعالیتونو د پلان ، تنظیم او عملي کولو او پدې برخه کې د دواړو خواوو د مسئولیتونو او دندو د معلولو په خاطر لاسلیک شوی دی .
ددې پروتوکول له مخې ترکي سرتیري قطر ته استول کیږي او د دواړو هیوادونو ترمنځه عسکري برخو کې به همکاري دوام وکړي.