اردوغان : د ملت په زړه کې به خپل ځای لا پسې قوي کړو

اردوغان : خپل نوي کاري پلان به د ملت سره شریک کړو

742029
اردوغان : د ملت په زړه کې به خپل ځای لا پسې قوي کړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  ۱۸۰ ورځني  کاري  پلان  به  د هیوادوالو سره شریک کړي.

ولسمشر او د عدالت او پراختیا واکمن ګوند عمومي مشر رجب طیب اردوغان  پرون ماښام په پلازمینه انقره کې  د عدالت او پراختیا ګوند په عمومي مرکز کې  د روژه ماتې په پروګرام کې ګډون وکړ.

پدې پروګرام کې ترکیې د حکومت د وزیرانو سربیره  د عدالت او پراختیا ګوند اجراییوي شورا د غړیو  او په پارلمان کې  د یاد شوي ګوند وکیلانو هم ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د مې په ۲۱ مه نيټه  د عدالت او پراختیا ګوند په کانګره کې  د ټاکل شوي د اجراییوي شورا  غړیو ته  مبارکي وویله.

همداشان  ولسمشر اردوغان  د روژه ماتي نه وروسته  د عدالت او پراختیا ګوند مرکزي اجراییوي شورا لپاره غړي وټاکل .

ولسمشر اردوغان وویل چې  د عدالت او پراختیا ګوند په نوې اجراییوي شورا کې  د غړیو عمر په اوسط ډول  ۴۷ کاله  دی چې د ۱۶ غړیو  عمر  د ۴۰ کلونو نه ښکته دی. هغه وویل چې  په پارلمان کې د یاد شوي ګوند د وکیلانو اوسط عمر باید  د ۵۲ نه لوړ نوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې عدالت او پراختیا ګوند  باید  هم  د کدر او هم  د پروګرام  او پروژو له پلوه باید ژر ژر  اصلاحات رامنځته کړي  او د ملت په زړه کې باید  خپل ځای  لا پسې  قوي او مضبوط کړي.

هغه وویل چې  په هیواد کې د راتلوونکو ټاکنو پورې پدې موده کې به  داسې پروګرامونه  د لاس لاندې ونیسي چې  ښه نتیجه ترینه ترلاسه شي. تر ۲۰۱۹ کال  د ټاکنو پورې  جدي لاسته راوړنو ته  اړتیا لرو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د نوي کاري پلان په چوکاټ کې به لومړی  د وزیرانو نه  ۱۸۰ ورځو  کاري پلان  وغواړي.

هغه وویل چې لکه څرنګه چې  په ۲۰۰۳ کال کې  نوي واک ته رسیدلي وو او سل ورځنی کاري پلان  مو جوړولو  همداسې به  اوس  ۱۸۰ورځني کاري پلان  وغواړو. هغه وویل دا کاري پلانونه باید  داسې  پلان وي چې  د خلکو په ورځني ژوند  مخامخ  اغیزې ولري او دا کاري پلانونه به زمونږ  لپاره د لارې نقشه هم  وي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د پلانونه به د ۲۰۲۳ کال د هدفونو لپاره  امتحاني  ماهیت ولري. دا پلانونه به د جون د میاشتې تر پایه جوړه او ملت سره به شریک شي.



اړوند خبرونه