اردوغان د مانچستر پرونى بريد وغندلو.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د انګلستان د مانچستر په ښار كې پرونى ترهګري بريد چې په كې لسګونو كسانو ته مرګژوبله واوښتله، وغندلو.

737872
اردوغان د مانچستر پرونى بريد وغندلو.

 

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د انګلستان د مانچستر په ښار كې پرونى ترهګري بريد چې په كې لسګونو كسانو ته مرګژوبله واوښتله، وغندلو.

ولسمشر نن په استانبول كې يوې غونډې ته وينا په ترڅ كې  په نړۍ كې د ترهګرۍ تر غندلو وروسته وويل چې `` د انګلستان د خلكو په غم كې شريك يو.``

دا په داسې حال كې ده چې د بهرنيو چارو وزارت هم نن د يوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره دا بريد په كلكو ټكو وغندلو.

په اعلاميه كې راغلي دي چې د ترهګرۍ د بلا د ريښو د ويستلو په موخه د خپل نږدې متفق او دوست هېواد انګلستان سره د هر ډول همكارۍ لپاره تيار يو. دا به په مانچستر كې د خاين بريد پر وړاندې تر ټولو مناسب ځواب وي.



اړوند خبرونه