ترکیې په سوریه او عراق کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل.
ترکیې په سوریه او عراق کې هوايي علمیات ترسره کړل
ترکیې په سوریه او عراق کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل.
د ترکیې د وسله والو ځواکونو د معلوماتو له مخې ،د ترکیې جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د سینجار په غره کې او د سوریې د قره چوک په غزه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په پټنځایونو په یو وخت کې هوايي بریدونه وکړل.
د ترکېې وسله والو ځواکونو پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « د پې کاکا ترهګر سازمان او په سوریه او عراق کې ددې سازمان څانګې پدې وروستیو کې د عراق د سینجار او سوریې شمالي برخو نه ترکیې ته د ترهګرو، وسلو او مهماتو او چاویدونکو توکو د قاچاق او رااړولو په برخه کې کار اخلي.
ترهګر ددې وسلو نه په ترکیه کې د امنیتي ځواکونو پر خلاف په بریدونو کې کار اخلي. ترهګرو پدې وروستیو کې د دیارباقر په ولایت کې د یو تونل په کیندولو سره په ترسره کړي ستر برید کې ددې چاویدونکو توکو نه کار اخیستی دی. »
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ترهګرو د عراق سینجار او سوریې په شمال ختیځ کې د قره چوک غره سیمه په خپلو ځالو او مرکزونو بدله کړې ده . د ترکېې وسله والو ځواکونو د هیواد او ملت د یووالي او امنیت دښمنانو د پټن ځایونو او ځالو د له منځه وړو په خاطر د ۲۰۱۷ کال د اپریل د ۲۵ مې نیټې د شپې په ۲ بجو د نړۍوالو حقوقو او د ځان نه د دفاع د مسلم حق په چوکاټ کې د عراق د سینجار او سوریې د قره چوک په سیمه د ترهګرو په تثبیت شوو هدفونو هوايي بریدونه وکړل.
د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد دننه او بهر د ترهګرو سازمانونو او ډلو پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي. د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به د ترهګرو پر خلاف عملیات دوام وکړي.
د ویلو ده چې پدې عملیاتو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې یو زیات شمیر د وسلو او مهماتو ډیپوګان، پټنځایونه او ځالې له منځه وړل شوي دي. ګن شمیر ترهګر له خپو غورځول شوي دي.