په ترکیه کې د معراج شپه د ځانګړو او شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په ترکیه کې د معراج شپه د قرانکریم د ختمونو او دعاګانو سره ولمانځل شوه
په ترکیه کې د معراج شپه د ځانګړو او شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
تیره شپه په ټول هیواد کې په جوماتونو کې د معراج شپه د قرانکریم د ختمونو او دعاګانو سره ولمانځل شوه.
د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس پروفیسور محمد ګوزمر په پلازمینه انقره کې د بیشتپه د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت په جامع جومات کې په مراسمو کې ګډون وکړ .
پروفیسور محمد ګوزمر دلته راټولو شوو په زرګونو تنو هیوادوالو ته د معراج د شپې د اهمیت او ارزښت په اړه معلومات ورکړ.
پروفیسور محمد ګوزمر خپله وینا د اسراء سورت په تلاوت او ژباړې پیل کړه.
هغه وویل چې معراج په اصل کې مونږ انسانانو ته هر ډول وقار او عزت یواځې او یواځې د الله په بنده ګۍ کې دی ښايي . معراج د فزیک عالم نه متافزیک عالم ته ، د بدن نه روح ته او رب ته رسیدو ته وايي. دا هغه شپه ده چې الله تبارک و تعالی په خپل قدرت سره رسول اکرم محمد ص د مسجد نبوي نه مسجد اقصی او د هغه ځای نه عرش ته لوړ کړ. دا هغه شپه ده چې مسلمانانو ته يي هره ورځ په ورځ کې پنځه ځله معراج ته د لوړیدو زیری ورکړ. دا هغه شپه ده چې په مسلمانانو د ورځې پنځه وخته لمونځ فرض شو.
همداشان د هیواد د ګوټ ګوټ نه سربیره د هیواد نه بهر هم د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند په جوماتونو کې د معراج شپه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د امریکا متحده ایالتونو د پلازمینې واشنګټن ترڅنګ جوړ شوي د ترکیې د دیني چارو د ریاست اړوند په لوی جامع جومات کې هم د معراج شپه ولمانځل شوه.