ترکیه د ماشومانو د نړۍوال جشن کوربه توب کوي

د ترکیې  لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د نړۍ د ۲۶ هیوادونو نه  د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو په جشن کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلو ماشومانو سره  ولیدل.

717505
ترکیه د ماشومانو د نړۍوال جشن کوربه توب کوي
başbakan 23 nisan çocukları2.jpg
başbakan 23 nisan çocukları1.jpg

 د ترکیې  لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د نړۍ د ۲۶ هیوادونو نه  د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو په جشن کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلو ماشومانو سره  ولیدل.

د یادولو وړ ده چې  د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو جشن  هر کال  د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا  جوړیږي. پدې جشن کې د نړۍ د څلورو ګوډونو نه  ماشومان  ګډون کوي.

لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د نوموړو ماشومانو  سره  د چانکایا په ماڼۍ کې  ولیدل.

ولسمشر اردوغان  د ۲۶ هیوادونو نه راغلو ماشومانو ته  په وینا کې وویل

« تاسې زما لپاره د نړۍ تر ټولو  قیمتي  او مهم  میلمانه  یاست. د اپریل ۲۳ مه  د ملي خپلواکۍ  ورځ او ماشومانو د جشن  له امله  تاسې او نړۍ ټولو ماشومانو ته  مبارکي وایم. انشاالله چې  دا ورځ  د نړۍ ټولو  ماشومانو ته  د خوښیو، امنیت او ثبات  وسیله وګرځي.»

لومړي وزیر وویل چې  د اپریل ۲۳ مه د ماشومانو ځانګړې جشن  په نړۍ کې یواځې  په ترکیه کې لمانځل کیږي. د اپریل ۲۳ مه  د ترکیې  د ازادۍ  او خپلواکۍ  د ورځې سره هم  سمون خوري.

لومړي وزیر زیاته کړه چې  ترکیه  د اپریل په ۲۳ مه د نړۍ  د ګوټ ګوټ نه  ماشومان کوربه توب کوي. ماشومان  د سولې ، مینې او محبت  ، ورورولۍ او دوستۍ په فضا کې  د ماشومانو په جشن کې سره  راټولوي.

لومړي وزیر زیاته کړه کاشکې چې مونږ  لویان هم  ستاسې په څیر  د دوستۍ، ورورولۍ ، مینې او محبت په فضا کې سره یو ځای راټولیدای شوې. کاشکې چې مونږ  لویانو  د معصوم او بې ګناه ماشومانو  د وژنو  مخه  نیولی شوې. کاشکې چې مونږ  ټوله نړۍ ستاسې په څیر  د هر ډول ګناه نه پاکه  او د ګلانو په یوې باغچې بدلولی  شوې. هغه وویل چې د ترکیې  د جمهوریت موسس  مصطفی کمال اتاترک د اپریل ۲۳ مه د هیواد  د خپلواکۍ او ازادۍ  ورځ  ماشومانو ته  ډالۍ کړې ده . دا ورځ يي د ماشومانو  د جشن په توګه نومولې ده . د همدې امله  زه د خپل ملت په استازیتوب یو ځل بیا  د مصطفی کمال اتاترک نه  مننه کوم  او ټولو شهیدانو ته  د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت نیاز کوم.

لومړي وزیر وویل  ددې په هیله چې  د نړۍ د ټولو ماشومانو  ژوند  ددې جشن په څیر  شي. هغه په ماشومانو غږ وکړ چې  ترکیه  او خپل ترک  ورورنه هیڅوخت  هیر نکړئ. د یو بل سره  مو اړیکې  ټینګې وساتۍ. یو بل ته پیغامونه  او لیکونه واستوئ. دوستي مو  ټینګه کړئ. ځکه چې  ددې نړۍ  راتلوونکی  تاسې یاست. دا نړۍ تاسې ته امانته  ده. ستاسې  دا دوستي  په نړۍ کې سوله او ثبات  راوستی شي.

هغه وویل مونږ غواړو چې د نړۍ په هره څنډه او هره  نقطه کې  هیڅ ماشوم سره  ظلم او بد عدالتي ونشي. ماشومان ونه ژاړي. ماشومان ونه وژل شي. مور او پلرونه يی  ونه زورول شي.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا  جوړ شوی  د ماشومانو د جشن په اړه  لا زیات معلومات کولی شي چې  د www.trt23nisan.com  د انټرنټ  پانې نه ترلاسه کړۍ.



اړوند خبرونه