د ترکیې  د شرناک په ولایت کې  په امنیتي ځواکونو  خونړی  برید وشو.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د شرناک ولایت د ګابار په غره کې په امنیتي ځواکونو  چې په تصفیوي عملیاتو بوخت ول  بمي برید وکړ.

705197

په پیښه کې  ۳ تنه  سرتیری  شهید  او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینې د ترکیې غږ راډیو ته ویلي دي چې  « امنیتي ځواکونو  د شرناک ولایت د ګابار د غره په سیمه کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف  عملیات پیل کړي وو چې  د سیمې نه د تیریدو پر مهال پرې  چاودنه وشوه. ترهګرو په د سړک په غاړه ځای په ځای کړي  چاودیدونکي توکي د امنیتي ځواکونو د تیریدو پر مهال  وچول. »

په چاودنه کې درې تنه سرتیري شهید او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیښې ټپیان د شرناک ولایت دولتي روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. په سیمه کې  د ترهګرو پر خلاف عملیات دوام لري.

پيوندونه: #ترکیه , #شرناک , #چاودنه

اړوند خبرونه