ولسمشر اردوغان د کولمبیا سره د هر ډول مرستو لپاره تیاری وښود

ولسمشر اردوغان د کولمبیا ولسمشر ته د ډاډګیرنې پیغام واستوه

704511
ولسمشر اردوغان د کولمبیا سره د هر ډول مرستو لپاره تیاری وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د کولمبیا سره  چې د سیلاونو او مځکې ښویدنې له امله پکې  تر ۲۵۰ ډیرو کسانو ژوند  د لاسه ورکړی  دی د هر ډول  مرستې تیاری وښود.

ولسمشر اردوغان په کولمبیا کې د رامنځته شوي  فلاکت له امله د نوموړي هیواد ولسمشر مانول سانتوس  ته  د ډاډګیرنې  پيغام واستوه.

ولسمشر اردوغان په استولي پيغام کې  د سیلاونو او مځکې ښویدنې په پایله کې د وژل شوو کسانو له  امله  ژوره خواشیني څرګنده کړې او کولمبیا ولسمشر ته تسلیت وړاندې کړی دی.

ولسمشر اردوغان په استولي پیغام کې لیکلي دي چې « ترکیه د کولمبیا د دولت او خلکو سره  د نوموړي  پیښې له امله  خواخوږي  او غمشریکي  کوي  او د ددې فلاکت نه وروسته د سیمې د خلکو په ټپونو د پټیو لګولو په خاطر هر ډول  مرستې ته  تیار یو. د نوموړې  غمناکې پيښې له امله  د خپل ځان او ترک ملت  په استازیتوب  د کولمبیا ملت، دولت او د قربانیانو کورنیو ته  د تسلیت مراتب وړاندې کوم  او ټپیانو ته د عاجلې  شفاء غوښتنه کوم.»



اړوند خبرونه