له تركيې د يونان ملاتړ

د اروپايي ټولنې په چارو كې د يونان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال يورګوس كاتروګالوس څرګنده كړه چې تركي مقامات كولاى شي چې په يونان كې ټاكنيز فعاليت وكړي.

691477
له تركيې د يونان ملاتړ

 

د اروپايي ټولنې په چارو كې د يونان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال يورګوس كاتروګالوس څرګنده كړه چې تركي مقامات كولاى شي چې په يونان كې ټاكنيز فعاليت وكړي.

كاتروګالوس زياته كړه چې د تركيې سره د دوستانه اړيكو غوښتونكي دي. نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې تركي مقاماتو پخوا د يونان د تراكيا په سيمه كې ټاكنيز فعاليتونه ترسره كړي دي. ` د هغوى ددې فعاليت د منعه كولو لپاره دليل نه لرو. د داسې ناندريو مخه بايد ونيول شي چې په اروپا كې د بې ثباتۍ سبب كيږي.``

نوموړي زياته كړه چې كه څه هم نه غواړي چې د نورو هېوادونو د كورني سياست په اړه څرګندونې وكړي خو د ټاكنيزو غونډو د ترسره كولو قاعده د ټولو حق دى.


پيوندونه: #يونان , #تركيه , #ملاتړ

اړوند خبرونه